نړیوال خبرونه

اسدالله خالد له دفاع وزارت نه داستعفا خبر رد کړ

اسدالله خالد د دفاع وزارت نه داستعفا خبر رد کړه په سوشل میډیا کې د ملي دفاع د وزرات د وزير ښاغلي اسدالله خالد د استعفا په اړه خبرونه لاس په لاس کېږي، د ملي دفاع وزير اسدالله خالد رسنیو ته د خپلې استعفا خبر در کړ او دا يې صرف اوازه وګڼله.

مخکې داسې خبر خپور شوی و چې ګواکي د ملي دفاع وزير اسدالله خالد د خپلې دندې څخه استعفا کړې ده او په ځای يې لوی درستیز یاسین ضيا ټاکل شوی دی.څو شېبې مخکې کې چې دا اوازه خپره شوه نو خبريال وېبپاڼې ددې اوازې د سپيناوي لپاره په دې هکله د سرچينو څخه پوښتنه وکړه او وروسته په رسمي ډول د ملي دفاع وزير دا خبر خبريال وېبپاڼې ته در کړ او دا يې صرف آوازه وبلله.

د هېواد‌ دفاع د وزرات په رهبرۍ کې هرڅه آرام او نورمال روان دي، ټول پخپلو دندو بوخت دي او د هېواد د ارامۍ او دفاع لپاره په ګډه کار کېږي.له بده مرغه چې ټولنيزې رسنۍ د زياتو ګټو سره سره د ناوړه نیت لرونکو کسانو لپاره د ناسم خبر خپرولو یوه ښه وسيله هم ده، دوی اکثره د خلکو د ګټو لپاره نا سم خبر خپروي او خلک په تشویش کې اچوي.

اوپه ټولنیزو رسنیو کې خبر ډېر په چټکۍ سره خپرېږي، د خبر زيات چټک خپرېدل ددې سبب شي چې ځينې د باور وړ کسان ان په دې ډول جعلي خبر او اوازې باندې باور وکړي.او بيا ځينې معتبرې سرچینې هم په دې غفلت کې ولوېږي او دا ډول خبر خپور کړي.

اسدالله خالد له دفاع وزارت نه داستعفا خبر رد کړ
اسدالله خالد له دفاع وزارت نه داستعفا خبر رد کړ

له بده مرغه چې د سوشل میډیا کارونکي هم ډېر وخت د خبر په سرچينه پسې سر نه خوږوي او فوراً خبر پخپل پروفایل کې هم نشروي چې دا د اوازې د عمومي کېدو سبب کېږي.اکثره خلک پیسو ګټلو لپاره هم دا ډول کارونه کوي. او خلکو باندې فکر کوي چې ګینی داعام ولس په دې تخنیکونو نه پوهیږي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button