نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

اسراييلو پر لبنان او غزې تازه هوايي بریدونه کړي دي

د اسرائیلو تر دې ادعا وروسته چې ګواکې فلسطینۍ حماس ډلې له لبنانه شمالي سيمو ته لسګونه توغندي ورتوغولي پر حماس ډلې تازه هوايي بریدونه کړي دي

اسرايیلي ځواکونو په دغو بریدونو کې د غزې تړانګې او د لبنان په سویل کې د فلسطینۍ حماس ډلې اړوند سیمې په نښه کړې دي.

دغو ځواکونو ویلي چې دا کار یې د حماس د ۳۴ توغنديزو بریدونو په ځواب کې کړی دی چې پرون پنجشنبه یې کړي دي، خو حماس ډلې دا ادعا رد کړې ده.

وسله والو په غزه کې د هوايي بریدونو له پیلېدو وروسته لسګونه نور توغندي هم وتوغول.

اسراييلي پوځیان وايي چې له ټولټال ۳۶ توغول شویو توغندیو ډېری هغه هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوي، خو ځینې یې پر اسرايیلي خاوره لګېدلي چې له کبله یې ځینو ودانیو ته زیان رسېدلی دی. روغتیايي چارواکي وايي چې یو سړی برسېرن ټپي شوی دی.

حماس بیا وايي: دوی هېڅ مالومات نه لري چې دا توغندي چا توغولي دي.

دا په تېرو ۱۷ کلونو کې په یوه وخت له لبنانه پر اسرايیل تر ټولو لوی توغندیز برید بلل کېږي.

د الاقصی جومات پر سر تاوتریخوالی

دا په داسې حال کې ده چې د بیت المقدس په الاقصی جومات کې له فلسطینیانو سره د اسرايیلي پولیسو لاس او ګرېوان کېدو له کبله په سیمه کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

په همدې کې د فلسطین له غزې هم د وسله والو لخوا پر اسرائیل توغندي توغول شوي چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی اسرايیلي هوايي ځواکونو بیا د دې په ځواب کې هلته پر غزه هوايي بریدونه کړي.

د اسرايیل دفاعي ځواکونو پر پنجشنبه ناوخته وویل چې دوی همدا اوس په غزه کې هوايي بریدونه کوي. په غزه کې د یو شمېر چاودنو غږونه اورېدل شوي او د اې ایف پي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د حماس پر یو شمېر روزنیزو مرکزونو بمباري شوې.

له دې مخکې پر پنجشنبه د اسرايیل په شمال کې داسې حال د توغندیز برید خبرداري سايرنونه وغږول شول چې اسرائیلیانو د یهودانو پاسوور مذهبي مراسم لمانځل.

نور ولولئ: په اقصی جومات کې د لمونځ کونکو او اسراییلي پولیسو ترمنځ نښتې شوې

په ځینې ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي چې د چهارشنبې پر ماخوستن اسراييلي پولیس بیت المقدس کې الاقصی جومات حرم ته ننوځي او د جومات له ساحې پرې ګوزارونه کېږي.

د تراویح لمونځ او د ډبرو ګوزارونه

د پولیسو په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې لسګونه هغو زلمیانو چې له قانونه یې سرغړونه کوله ځینو یې مخونه پټ کړي وو او جومات ته دننه یې ډبرې وغورځولې او د اور لوبو توکو ګوزارونه یې وکړل چې د تراویح لمانځه ادا کېدو پر مهال نظم ګډوډ کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې یو مهال دې کسانو هڅه وکړه چې د جومات دروازې وتړي او لمونځ کوونکي دننه ایسار کړي خو پولیس ورغلل او دروازې یې پرانیستې چې لمونځ کوونکي له هغه ځایه ووځي.

د فلسطینیانو رسمي خبري اژانس وفا رپوټ بیا وايي چې پولیسو پر فلسطیني لمونځ کوونکو حمله وکړه، وهل ټکول یې پیل کړل، اوښکې بهوونکی ګاز او د یو څه وخت لپاره بیهوښه کوونکي بمونه او داسې اوسپنیزې مرمۍ یې وکارولې چې په ربړ کې نغښتې وې، چې په زور دوی له هغه ځای وشړي.

د فلسطین سرې میاشتې مسوولین وايي چې شپږ کسان ټپيان شوي دي.

د سې شنبې پر شپه په الاقصی جومات کې په یوه ورته چاپه کې له ۳۵۰ ډېر فلسطینیان نیول شوي او ۵۰ نور خوږ شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button