نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

اسراییلو په غزه کې هره ورځ څلور ساعته اور ومانه

امریکا خبرداری ورکړ چې اسراییل به په غزه کې هره ورځ څلور ساعته اوربند کوي

دغه اوربند ته اسراییل داسې مهال غاړه ږدي چې له یوې میاشتې په زیاته موده کې یې پر غزه د بریدونو له امله په زرګونو ملکي فلسطینیانو ته مرګو ژوبله واړوله او حتی اسراییل په ډلییزه وژنه تورن شول.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي وايي، چې اسراییل به هره ورځ څلور ساعته په غزه کې په خپلو عملیاتو کې وقفه راولي.

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ د اسراییل بمبار کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰۰ فلسطینیان وژل شوي

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ غزه کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي

نوموړي پنجشنبه ( د لړم ۱۸مه) ویلي، چې دا وقفه به سره له نن ورځې شروع کیږي او هره ورځ به دوام ولري.

یاد اوربند هم د ملکي وګړو د وتلو لپاره کېږي

کربي ویلي، چې په دغو څلورو ساعتونو کې به ملکي وګړي یو شمېر سیمې پرېږدي او اسراییل به بریدونه نه کوي.

د نوموړي په خبره؛ اسراییل موافقه کړې چې د څلورو ساعتونو د روزانه اوربند څخه درې ساعته مخکې به د اوربند اعلان کوي؛ تر څو ملکي وګړي ځانونه خوندي کړي.

د اسراییل او حماس تر منځ د هره ورځ اورکم موافقه په داسې حال کې کیږي، چې د فلسطین د بشري حقونو درېیو ډلو په غزې تړانګه کې د “نسل وژنې” له امله د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د اسراییل پرضد دعوه ثبت کړې ده.

دې ډلې د جرمونو له نړۍوالې محکمې وغوښتل چې په غزه کې د اسراییل د “جنګي جرمونو” په اړه تحقیقات پراخ کړي.

د ډلییزې وژنې او جنګي جنایتونو په اړه د پلټنې غوښتنې

الجزیرې د پنجشنبې په ورځ لیکلي دي، چې دغه شکایت د بشري حقونو د سازمانونو الحاق، المیزان او د فلسطین د بشري حقونو د مرکز له خوا د جرمونو نړۍوالې محکمې ته سپارل شوی دی.

د فلسطین د بشري حقونو فعالانو هم له دې محکمې غوښتي چې د غزې د محاصرې، د دې سیمې د خلکو په زور بې ځایه کېدو، د زهرجن ګاز کارولو او د اړتیا وړ خوراکي توکو، اوبو، تیلو او برېښنا څخه محرومیت وڅېړي.

د الجزیرې په وینا، د بشري حقونو ډلو په غوښتنلیک کې راغلي چې دا کړنې د “جنګي جرمونو”، “د بشریت ضد جرمونو” او “نسل وژنې” مثالونه دي.

دغو درېیو ډلو د ولسمشر اسحاق هرتزوګ، لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او دفاع وزیر یواو ګالانت د نیولو غوښتنه هم کړې ده.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم له اسراییل غوښتي چې د غزې د بیا ځلي نیولو هڅه دې نه کوي.

پر دې سربېره امریکا په لومړیو کې د اسراییلو په ملاتړ وویل چې جګړه د اسراییلو حق دی تر څو له ځانه دفاع وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button