نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

اسراییل اوربند نه کوي او جګړې ته یې لومړیتوب ورکړی

بنیامین نتنیاهو وايي، دوی اوربند نه کوي ځکه داد جګړې وخت دی او جګړه به وکړي

هغه ویلي “لکه څنګه چې امریکا د پیرل هاربر له بمبارۍ او یا د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته پر اوربند هوکړه ونه کړه، اسرائیل هم هماغه ډول د اکتوبر د اوومې له وحشتناکو بریدونو وروسته حماس سره د جګړې درولو ته غاړه نه ږدي.”

ښاغلي نتنیاهو وویل”د اوربند غوښتنه له اسرائیلو د دې غوښتل دي چې حماس ته تسلیم شي، ترهګرۍ ته تسلیم شي.”

نور ولولئ: اسراییل پوځ په غزه کې نور عملیات پیل کړې

هغه زیاته کړه “انجیل وایي ‘د سولې خپل وخت وي او جګړې لپاره خپل وخت’ اوس د جګړې وخت دی.”

اسراییلو خپلو ځواکونو ته د تمدن ځواکونه وايي

د اسرائیل لومړي وزیر حماس سره روانه جګړه د ټولو ګډې راتلونکې لپاره جګړه بللې او ویلي یې دي “نن موږ د تمدن ځواکونو او د بربریت ځواکونو ترمنځ کرښه کښو.”

اسراییلي ځواکونو پر غزې خپلو درنو بمباریو ته دوام ورکړی دی. د اسرائیلو پوځ وايي، په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې یې په غزه کې د حماس شپږ سوه اهداف په نښه کړي دي. اسرائیلي پوځیانو په تونلونو کې ایسار د حماس لسګونه وسله وال وژلي او داسې رپوټونه هم شته چې دوی د غزې له دوو مهمو سړکونو، یو پرې کړی دی. دا سړک د غزې ښار له نورو سیمو سره نښلوي.

نور ولولئ: د اسراییل پوځ ټانکونه د غزې شمال ته ننوتي او بریدونه یې کړي

د سرې میاشت او سره صلیب نړیوال فدراسیون ویاند توماسو دیلا لانګا بي بي سي ته ویلي، په القدس روغتون کې حالت “له قابو وتلی”.

د روغتون په بیړني واټ کې نور ځای نشته

هغه زیاته کړې: “خلک په دهلیزونو، زینو، بهر او دننه کې اوسېږي. پر دې سربېره ۵۰۰ ناروغان هم ژوند ژغورونکو خدماتو ته اړ دي، چې په دې کې آی سي یو (ICU) یا د جدي مراقبت برخې او اکسیجن ته اړ نوي زیږيدلي ماشومان هم پکې شامل دي.

د فلسطين سره میاشت هم وايي، د القدس روغتون د بیړني پرېښودو امر ورته شوی خو وايي دا چاره شونې نه ده.

هلته کارکوونکي وايي، په روغتون کې ۴۰۰ ناروغان دي او شاوخوا ۱۴۰۰۰ ملکي وګړو هم هلته پناه اخیستې.

پر ټولنیزو شبکو شریکو شوو وېډیوګانو کې ښکاري چې د روغتون دهلیزونه له خلکو ډک دي.

د فلسطین د سرې میاشتې ویاندې نیبال فرسخ بي بي سي ته ویلي، له پرون راهیسې “په سیمه کې بمبار پام وړ زور اخیستی” او “د روغتون د ودانۍ یوه برخه د یوه نږدې هوايي برید له امله نړېدلې هم ده. دا وايي، که د ناروغانو د لېږدولو هڅه وکړي، مري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button