نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

اسراییل-حماس جګړه؛ اسراییلو ځواکونه الشفا روغتون ته ننوتل

اسراییلي ځواکونه د غزې تر ټولو لوی روغتون الشفار ته ورننوتل او ټانکونه یې هم ننویستلي

اسراییلي ځواکونه داسې مهال یاد روغتون ته ننوزي او د حماس پر ضد نظامي عملیات کوي چې په الشفا روغتون کې په سلګونو ناروغان او ټپیان بیستر پراته دي.

اسرائیل وايي د غزې تراړې د شمال په الشفا روغتون کې یې د حماس پر ضد “دقیق او هدفي عملیات” پیل کړي دي.

اسرائیلي ځواکونه وايي، دغه عملیات د استخباراتي اطلاعاتو او عملیاتي اړتیاو له مخې ترسره کېږي.

باور دا دی چې په دغه روغتون کې پر سلګونو بستري ناروغانو سربېره زرګونو کسانو له جګړې پناه اخیستې ده.

په الشفا روغتون کې څوک موجود دي؟

د دوی د کره شمېر اټکل که څه هم ستونزمن دی، خو د روغتیا نړیوال سازمان سې‌شنبه وویل چې په دغه روغتون کې شاوخوا ۷۰۰ ناروغان، ۴۰۰ کارکوونکي او ۳۰۰۰ ملکي خلک موجود دي.

له تېرو څو ورځو راهیسې د دغه روغتون شاوخوا سخته جګړه روانه وه.

نور ولولئ: غزه کې د الشفا د خدمتونو ځنډېدل؛ یوه ماشوم ساه ورکړي ده

نور ولولئ: د اسراییل-حماس جګړه؛ غزه کې الشفا روغتون خدمات نه شي وړاندې کولی

د الشفا روغتون چارواکو سې‌شبنه وویل چې د دوامداره جګړې له کبله یې تر ۲۰۰ مړي د روغتون دننه په یوه ډله‌ییز قبر کې ښخ کړي دي.

پر دغه روغتون د عملیاتو له پیلېدو وړاندې داسې رپوټونه هم ورکړ شوي وو چې اسرائیلي ځواکونو پر هغو کسانو ډزې کړې،‌ چې له روغتونه یې د وتلو هڅه کوله.

په دې روغتون کې ملکي کسانو هم پناه اخیستي

د دغو عملیاتو له پیلیدو سره هممهاله سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر جو بایډن د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره مفصلې تلیفوني خبرې کړې دي.

د سپېنې ماڼۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو مشرانو د روانو بدلونونو او د حماس لخوا د یرغمل شویو کسانو خلاصون لپاره د هڅو پر څرنګوالي غږېدلي. په یرغمل شویو کسانو کې ماشومان او څو امریکايي وګړي هم شته.

بلخوا د سپنې ماڼۍ ملي امنیت شورا ویلي دوی پر روغتون د هوايي برید ملاتړ نه کوي او نه غواړي چې په یوه داسې روغتون کې چې بې‌ګناه او بېوسه خلک او همدا راز د درملنې مستحق مریضان پکې دي، جګړه وویني.

خو حماس بیا وايي چې امریکا او د امریکا ولسمشر جوبایډن پر روغتون د برید مسئول دي او دا برید دوی کړی دی.

دې ډلې په یوه اعلامیه کې د اسرائیل دغو عملیاتو ته توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي،‌ چې د امریکا ولسمشر په خپلو نننیو سرڅرګندونو سره اسرائیلي ځواکونو ته پر الشفا روغتون د برید “شین څراغ” ښکاره کړ.

د یادونې وړ ده چې د اسراییلو په هوايي بمباریو او نورو بریدونو کې په زرګونه ښځې او ماشومان قرباني شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button