نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

اسراییل-حماس جګړه؛ اسراییلي هوايي ځواک پر خبریالانو هوايي برید کړی

اسراییلو ځواکونو د خبریالانو پر یوه ډله هوايي برید کړی او دغه خبریالان یې ټپي کړي دي

د اسراییلو په بریدونو کې په غزه کې ګڼو ملکي کسانو او خبریالانو ته تر اوسه مرګ ژوبله اوښتي ده، خو لا هم جګړه او د اسراییلو هوايي بمبار په غزه کې دوام لري چې نړیواله ټولنه او بشر حقوق هم په دې اړه اندېښمن دي او خپلې اندېښنې یې بار، بار شریکه کړې دي، خو اسراییلي ځواکونو دغو اندېښنو ته پام نه دی کړی.

د خبریالانو په نښه شوي ډله

د فرانسې خبري آژانس راپور ورکړی چې د ژورنالیستانو یوه ډله د لبنان په سوېل کې د یوه سرحدي کلي څخه د نښتو خبري پوښښ پرمهال د «اسراییل د بمبارۍ نښه وګرځېده».

الجزیرې هم ویلي چې د دې شبکې یو انځور اخیستونکی د دوشنبې په ورځ په بمبارۍ کې برسېرن ټپي شوی دی.

نور ولولئ: د امریکا بې پېلوټه هم پر غزه ګزمې کوي

د دغه راپور له مخې د لبنان او اسرایيل تر منځ په پوله د يارون په ښار کې د بیلابیلو رسنیو څه د پاسه دوولسو خبريالانو د راغونډېدو ځای بمبار شو.

فرانس پرېس خبري آژانس لیکلي چې یوه ځايي ښاروال او د لبنان دولتي ټلویزیون پر خبریالانو د دغه برید پخلی کړی دی.

په دې اړه د اسراییلي ځواکونو غبرګون

د اسراییلو امنيتي ځواکونو ددې پېښې په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه یې دغه پېښه تر اوسه تایید کړي ده.

د یارون ښاروال علي قاسم تحفه وویل چې د اسراییل بمبارۍ «خبریالان په نښه کړل» او د دغې ډلې موټرونه یې څو متره لرې وویشتل.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ویلي چې د اسراییل او حماس تر منځ په نښتو کې تر اوسه ۴۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. د دغې کمیټې په وینا په دغو خبریالانو کې ۳۵ فلسطینیان، څلور اسراییليان او یو لبنانی دی.

نور ولولئ: غزه کې د جګړې له پیله تراوسه ۱۵خبریالان وژل شوي

دا په داسې حال کې ده چې څو ځله د خبریالانو د خوندیتوب کمېټو په غزه کې  خبریالانو ته د ورپېښ خطر په اړه اندېښنه ښودلي، خو له دې سره، سره بیا د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

بل لور ته راپورونه وايي چې په غزه کې تر ۱۰زرو زیات ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي او له منځه تللي دي.

په دې وروستیو کې د الشفا په نوم تر ټولو لوی روغتون هم تړل شوی او د ټپیانو درملنه نه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button