نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

اسراییل پوځ په غزه کې نور عملیات پیل کړې

د اسراییلو پوځ خبرداری ورکړی چې په غزه کې یې نوي عملیات پیل کړي دي

اسرائیل وايي په غزه کې له ځمکنيو عملیاتو وروسته یې ځواکونه بېرته خپلو ځایونو ته ستانه شوي دي او عسکرو ته یې کوم زیان رسېدلی نه دی.

اسرائیل وايي په غزه کې له ځمکنيو عملیاتو وروسته یې ځواکونه بېرته خپلو ځایونو ته ستانه شوي دي او عسکرو ته یې کوم زیان رسېدلی نه دی.

د اسرائيل پوځ د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۷ (لړم پنځمه) وویل چې پلیو ځواکونو یې د جنګي جټ او ډرون الوتکو په ملاتړ د غزې تړانګې په مرکزي برخه کې عملیات کړي دي.

نور ولولئ: د اسراییل پوځ ټانکونه د غزې شمال ته ننوتي او بریدونه یې کړي

پوځ په یو بیان کې ویلي: “د تیرې ورځې په اوږدو کې، د اسرائیل دفاعي پلیو ځواکونو د جنګي جټ او بې پیلوټه الوتکو سره یوځای د غزې په مرکزي برخه کې یو بل هدفي برید ترسره کړ… پوځ د حماس ترهګرو، ټانک ضد توغندیو د توغولو او نظامي قوماندې د مرکزونو په شمول یو شمېر ترهګریز هدفونه په نښه کړي دي.”

په دې عملیاتو کې زغروال ټانکونه او پرمختللي وسلې

د پوځ لخوا خپاره شوي تور او سپین عکسونه د زغره والو ټانکونو کتار ښيي او پکې لیدل کیږي چې له ودانیو څخه دودونه پورته کیږي.

د اسرائیل پوځ یوه ورځ وړاندې د غزې په شمال کې د دغه ډول ځمکنیو عملیاتو خبر ورکړی و.

اسرائیل وايي‌ ځواکونه یې د ټانکونو په مټ د غزې په شمال کې له “هدفي بریدونو” کولو وروسته له سیمې وتلي دي.

اسرائیل وايي له ځمکنيو عملیاتو وروسته یې ځواکونه بېرته خپلو ځایونو ته ستانه شوي دي او عسکرو ته یې کوم زیان رسېدلی نه دی.

تر دې دمه په دغو عملیاتو کې فلسطینیانو ته د تلفاتو په اړه څه ویل شوي نه دي.

پر غزه د اسراییلو د بمبار خبر

د اسرائيل مقاماتو همدغه راز ویلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په غزې باندې ۲۵۰ هوايي بریدونه کړي او تونلونه،‌ تاسیسات او د راکټونو د توغولو ځایونه یې وېشتلي دي. دا راپورونه په خپلواک ډول تائید شوي نه دي.

د اسرائیل پوځ ویلي دي چې دا ځمکني عملیات د نورو عملیاتو پیل دی. اسرائیل وايي غواړي ډاډه شي چې حماس بیا د اکتوبر د اوومې نېټې په څېر د بریدونو توان ونلري. په دغو بریدونو کې د چارواکو په وینا، شاوخوا ۱۴۰۰ اسرائیلیان ووژل شول چې اکثریت یې ولسي خلک دي.

په غزې باندې د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې د مقاماتو په وینا، تر دې دمه څه باندې ۷۰۰۰ خلک وژل شوي دي چې اکثر ملکیان دي.

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ غزه کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي

د حماس د برید په ځواب کې پر غزه باندې د دریو اونیو بمباریو وروسته، اسرائیل په غزه کې ځمکنیو عملیاتو ته چمتوالی اعلان کړی او وايي چې د غزې سره په سرحد کې یې نژدې ۳۰۰ زره احتیاطي ځواکونه ځای په ځای کړي دي.

د اسرائيل د دفاع وزیر یواو ګالنت ویلي دي چې هېواد یې نه غواړي دا جګړه له غزې څخه د باندې خپره شي، سره له دې چې نوموړي په لبنان کې د حزب الله ډلې په ضد جګړې ته د اسرائیل د چمتوالي خبره کړې ده.

امریکایي سناتور بن کاردن، چې تازه اسرائیل ته تللی، ویلي دي چې د اسرائیل مشران باید پرېکړه وکړي چې کله په غزې باندې ځمکني عملیات پیلوي. نوموړي امریکا غږ ته وویل: “موږ د عملیاتو د ځنډ غوښتنه نه ده کړې، هره ورځ فکر کوو چې نن، یا د شپې او یا به یې سبا ورځ وي.”

د یادونې وړ ده چې غزه کې ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو په تېره بیا ښځو او ماشومانو ته اوښتي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button