سیمه ییز خبرونه

اسلام اباد د پاکستاني وسله‌والو د برید په تړاو د طالبانو سفیر احضار کړی

د ایکسپریس ټریبیون په وینا اسلام اباد په پاکستان کې د وسله‌والو د برید په تړاو د طالبانو سفیر احضار کړی دی

په پاکستان کې د وروستیو وسله‌والو حملو له امله اسلام اباد، ددې هېواد نظامي اداره او لوړ پوړي چارواکي وارخطا دي. له همدې امله دوی اوس هڅه کوي چې هر ډول کېږي، باید ټي ټي پي، بلوچ ازادي غوښتونکې او نور وسله وال حرکتونه کنترول کړي او په دې هڅو کې افغان طالبان هم شامل دي.

په بنو کې برید چا کړی و؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خېبر پښتونخوا په بنو کې د دغه هېواد پر پوځ د وروستي برید په تړاو په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر احضار کړی دی. پاکستاني چارواکو مخکې ویلي وو، چې د دغه برید عامل یو افغان دی.

پاکستاني رسنیو هم د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د خپلو سرچینو په حواله د طالبانو د سفیر احضارول تایید کړي دي.

نور ولولئ: عباس ستانکزی: پاکستان دې موږ عکس العمل ته نه مجبوروي

نور ولولئ: پاکستان کې اامني؛ د اسلام اباد چارواکي وارخطا دي

ټریبیون زياته کړې، چې پاکستان د بنو د بريد د پلان کوونکو او تسهیلونکو پر ضد د جدي او بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا د بنو په ولسوالۍ کې د یکشنبې د ورځې د ځانمرګي برید عامل «له افغاني پېژندپانې سره پاکستان ته داخل شوی و». په دې برید کې درې پوځیان او درې ملکي کسان ووژل شول.

پاکستان طالبان د اسلام اباد لپاره خطرناک دي

اېکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د یوه چارواکي له قوله لیکلي، چې دغه هېواد په رسمي ډول د تحریک طالبانو دا ادعاوې هر ځلې رد کړي دي.

پاکستان د تحریک طالبان د یوې ځانګړې ډلې قوماندان حافظ ګل بهادر د نیولو او سپارلو غوښتنه کړې ده.

اسلام اباد وايي، چې دغه برید د پاکستان مخالفې وسله والې ډلې له افغانستانه تنظیم کړی و. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د پاکستاني پوځیانو په برید کې د افغانانو د لاس لرلو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

اسلام اباد د طالبانو له ادارې وغوښتل چې په افغانستان کې د پاکستان د وسله والو مخالفانو پر وړاندې ژر تر ژره اقدام وکړي. تر دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې په دغه هېواد کې په چاودنو کې افغان اتباع لاس لري.

پاکستان کې د وروستیو بریدونو او په دې هېواد کې د ناامنۍ ډېرېدو له امله ظاهرا داسې ښکاري چې د پاکستان د نظامي ادارو او طالبانو تر منځ اړیکې ترینګلي کړې دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button