سیمه

اسلام اباد: له ویزې پرته د سپین بولدک-چمن پر دروازه خلک تګ راتګ نه شي کولی

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې اسلام اباد به بې له ویزې د سپین بولدک-چمن پر دروازه خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورنه کړل شي

د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د پاکستان حکومت د اعتراض کوونکو “مشروع غوښتنې” منلې؛ خو پر دروازه یوازې د حکومت له لوري راجسټر شوي کارګر د پاکستاني شناختي کارډ په لرلو تګ راتګ کولای شي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ د (زمري ۳مه) د سپین بولدک چمن دروازې په اړه خپاره کړي راپور کې ویلي و، چې د اونۍ په پای کې د بریالیو خبرو اترو وروسته، دروازه د تګ راتګ په محدودیتونو کې د یو څه نرمۍ سره بېرته پرانیستل شوه.

ویزه او پاسپورټ حتمي دي

د پاکستان حکومت تېرکال اکټوبر میاشت کې پاکستان ته تګ د پاسپورټ او ویزې په لرلو حتمي کړی و.

د پاکستان له دغې تګلارې وړاندې د پاکستان شناختي کارډ او د افغانستان د پېژندپاڼې په ښودلو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره د سیمې خلکو په ازاده توګه دغه دروازه کاروله.

د چمن ټولو ځايي ګوندونو، د ځايي سوداګرو او سیاسي مشرانو په یوه خوله د دغې پرېکړې پر ضد احتجاجونه وکړل او د پاکستان حکومت له لوري یې د پاسپورټ او ویزې د حتمي کېدو تګلارې د لغوه کېدو غوښتنه کړې وه.

د دغې دروازې له تړل کېدو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري او ټرانزیټ هم سخت اغېزمن شو.

نور ولولئ: د چمن پرلت ګډونوالو په چمن کې د پاسپورټ اداره تړلي ده

نور ولولئ: د چمن پرلت ۳۵ دېرشمه ورځ؛ اسلام اباد یې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی

د پاکستان ډان ورځپانې په خپل راپور کې ویلي، چې د یکشنبې په ورځ حکومتي چارواکو او د اعتراض کوونکو استازو خبرې اترې وکړې او د دوشنبې په ورځ د دروازې د پرانیستلو پر سر هوکړه وشوه.

afghan 2024 07 24t141915.638
د سپین بولد او چمن لاره

د پرلتوالو مشروع غوښتنې منل شوي؟

چارواکو ادعا کړې، چې د مظاهره چیانو ډېری “مشروع غوښتنې” منل شوې؛ خو ټینګار کوي چې د یو سند تګلاره (ویزه، پاسپورټ) به په خپل ځای پاتې وي.

یوه جګپوړي چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي: «د پولې دواړو غاړو ته به یوازې په پاسپورټ او باوري ویزې اجازه ورکول کېږي.»

نوموړي زیاته کړه، په تړون کې پرېکړه شوې چې حکومت به له مساپرو سره د پاسپورټونو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

دغه چارواکي زیاته کړه، دوی ته به ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

په همدې حال کې د پاکستان سرحدي چارواکي وايي، یوازې هغه سوداګر او ورځیني مزدوران چې په چمن کې یې له چارواکو سره نوم لیکنه کړې، کولای شي د پاکستاني شناختي کارډ په ښودلو سره سپین بولدک ته سفر وکړي.

د ډاڼ ورځپانې د راپور له مخې، په همدې حال کې افغان طالبانو پر دې هوکړې ناخوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دروازې د خلاصولو په اړه په خبرو کې پر دوی (پاکستانیانو) باور نه شي کولای.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button