ځاییسیمه ییز خبرونه

اسلام اباد وايي، طالبانو ته یې افغانستان کې د ټي ټي پي د پټنځایونو په اړه شواهد سپارلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبري کنفرانس کې ویلي چې طالبانو ته یې د ټي ټي پي د پټنځایونو په اړه معلومات ورکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د طالبانو له حکومت سره په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان “ټي ټي پي” د وسله والې ډلې د پټنځایونو په اړه د شواهدو د شریکولو خبر ورکړی دی.

نور ولولئ: اصف منیر: موږ ته کډوال نه پاکستان مهم دی او داخله وزیر وايي، افغان کډوال خامخا باسي

ددغه وزارت ویاندې میرمن ممتاز زهرا بلوڅ د پنجشنبې په ورځ نومبر۱۶ (لړم ۲۵) اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې پاکستان او افغانستان د مختلفو چینلونو له لارې د دواړو هیوادونو د اندیښنو وړ مسلو په اړه د خبرو لپاره سره په اړیکه کې دي او ددغو هیوادونو سفارتونه په دې برخه کې مهم رول لوبوي.

پاکستان غواړي چې د ټي ټي پي په اړه طالبان اقدام وکړي

میرمن بلوڅ د تحریک طالبان پاکستان د ډلې له خوا پاکستان ته د پیښو ګواښونو په اړه وویل: “شواهد شته دی او مونږ د افغانستان په دننه کې د تحریک طالبان پاکستان د پټنځایونو په اړه دا شواهد د افغان چارواکو (طالبانو) سره شریک کړي دي. مونږ د طالبانو له اوسني حکومت څخه غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې ځانګړی اقدام ترسره کړي د هغوې شبکه منحله کړي او پر پاکستان د سرحد له هغې غاړې د بریدونو مخه ونیسي”.

نور ولولئ: طالبان: پاکستان کې دننه د امنیت د خرابوالي مسئوول نه یو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې حکومت یې له طالبانو دا هم غوښتي چې په پاکستان کې د تروریستي بریدونو عاملین د قانون منګلو ته وسپاري.

میرمن بلوڅ د طالبانو د حکومت له خوا د تحریک طالبان پاکستان د ډلې پر وړاندې د ځینو اقداماتو په اړه د خپرو شویو راپورونو په هکله وویل چې اسلام اباد تمه لري چې د ټي ټي پي د ډلې پر وړاندې د هر مثبت اقدام خبر د لمس وړ پایلې ولري.

افغانستان کې باید د ټي ټي پي پټنځایونه له منځه لاړ شي

میرمن بلوڅ وویل: “په دې معنی چې د تحریک طالبانو د عناصرو له خوا په پاکستان کې تروریستي پیښې افغانستان کې دننه چې کوم پټنځایونه لري کمې شي او بالاخره په بشپړ ډول له منځه لاړې شي. همداشان مونږ ویلي دي چې هرکله چې مونږ د افغانستان په دننه کې د تحریک طالبان پاکستان د تروریستانو د پټنځایونو پر خلاف د لمس وړ اقداماتو شاهد اوسو زمونږ اړیکې به پیاوړې شي او وړاندې به پرمخ لاړې شي”.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې میرمن بلوڅ ددغو څرګندونو یوه ورځ دمخه د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ په اسلام اباد کې د چهارشنبې په ورځ نومبر۱۵ (لړم ۲۴) یوې ِغونډې ته د وینا پر مهال ویلي و، هرکله چې په افغانستان کې یو مشروع حکومت جوړ شي د کابل او اسلام اباد ترمنځ به اړیکې هم ښې شي.

ددې دمخه ښاغلي کاکړ ویلي و چې د روان ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په میاشت کې یې کابل ته د لوړ پوړي پلاوي د سفر پرمهال د طالبانو حکومت ته دا پیغام رسولی و چې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان د ډلې ترمنځ یو انتخاب وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button