سیمه

اسلام اباد وايي، پاکستان کې د داعش پټنځایونه نشته

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دغه هېواد کې د داعش پټنځایونو د شتون په تړاو د طالبانو د ویاند وروستۍ څرګندونې رد کړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې پاکستان کې پر کابل هوایي ډګر د برید د طرحه کوونکي د نیولو په غبرګون کې ویلي و چې دغه چاره پاکستان کې د داعش د پټنځایونو شتون ښيي.

په داسې حال کې چې پرون (سې‌شنبه د کب ۱۴مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په خپله لومړۍ وینا کې ویلي چې، امریکا د پاکستان په همکارۍ یو ترهګر نیولی، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یې د کابل هوايي ډګر مخې ته مرګوني برید رهبري کړې ده.

د طالبانو ویاند مجاهد وروسته له یوې رسنۍ سره په ځانګړو خبرو کې وویلي، چې داعش ډله د پاکستان د بلوچستان د مستونګ په سیمه کې د تربیې یو مرکز هم خلاص کړی، چې له دې مرکز څخه تمویل کوي او د پاکستان نظامیانو تر حمایې لاندې دی.

نوموړي زیاته کړې؛ داسې معلومیږي، چې دوی د داعش پدیده د خپلې وسیلي په ډول استفاده کوی.

تر دې وړاندې هم د طالبانو حکومت په ځلونو پاکستان د داعش پر ملاتړ تورن کړی خو پاکستان بیا رد کړې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button