لوبېلوبې خبرونه

اسټرلیا نیوزلیند ماتولو سره شل اوریز نړیال جام پخپل نوم کړ

 متحده عربي امارات متحده عربي امارات

استراليا د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام وګټه  او د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام سیالیو په پایلوبه کې اسټراليا نيوزيلنډ ته په اتو لوبغاړو  ماته ورکړه او د نړيوال جام اتلولي يې په خپل نامه کړه. دغه سيالي چې د متحده عرب امارتو په دوبۍ کې وشوه استراليا په کې د پچې له ګټلو  څخه وروسته نيوزيلنډ ته  د منډو جوړولو بلنه

ورکړه .نيوزيلنډ په ټاکلو شلو اورنو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره وړاندی  لوبډلې ته د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه چې استراليا د دوو لوبغاړو په سوځېد سره د ۱۹مه اوری په وروستي توپ ټاکلی هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله. دا لومړی ځل دی چې اسټراليا د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام ګټي. د نيوزيلنډ لپاره لوبډلمشر کېن وېليمسن تر ټولو ډېرې (۸۵) منډې وکړې چی  د ده تر څنګ مارټن ګپټېل ۲۸ او ګلېن فېلپس ۱۸ منډې جوړې کړې. د اسټراليا جاش هېزلوډ درې او اډم زمپا يوه لوبغاړی سوځولی . په توپ اچونه کې د استراليا لپاره مېچل

دا هم ولولئ | د کرېکټ نړیوال جام: انګلستان او استرالیا نیمه پایلوبې ته ورسېدل

مارش ناسوځېدلې ۷۷،ډېوېډ وارنر ۵۳ او ګلېن مکسوېل ۲۸ منډې وکړې د دې سیالیو له پیلېدو وړاندې ډېرو کمو وګړو طمع  لرله  چې دا دوه لوبډلې به پایلوبې ته ورسېږي او يا دې نړيیوال جام وګټي. خو د ټورنامنټ په اوږدو کې ولیدل شو چې د انګلنډ، هند او پاکستان په څېر پیاوړې لوبډلې یو په بل پسې له سیالیو بهر شوې. اسټرالیا پنځه ځله د پنځوس اوریز کرېکټ نړیوال جام ګټلی خو د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام یې نه و ګټل. دواړو لوبډلو د دې سیالیو په ګروپ پړاو کې یوه/یوه لوبه بایللې ده نیو زیلنډ پاکستان ته خپله لوبه بایللې وه او

اسټرالیا د انګلنډ له اړخ  ماته شوې. خو په نیمه پایلوبو یا سیمي فاینل کې نیوز زیلنډ له یوې سختې او په زړه پورې لوبې وروسته انګلنډ ته ماتې ورکړه. اسټرالیا هم خپله نیمه پایلوبه کې له پاکستان سره سخته لوبه وکړه او په نولسم اوور کې یې ټاکل شوی موخه ترلاسه کړ.

یادی وړ ده  چې اسټرالیا له شل اوريز نړيوال جام وړاندې خپلې پنځه پرله پسې شل اوریزې لوبې بایللې وې او مینه والو اوډېر حساب پرې نه کاوه. د اسټرالیا کپتان ارون فېنچ ویلي  له نړیوال جام وړاندی  هېچا ورڅخه طمع  نه کوله چې پایلوبې ته به ورسېږي، خو لوبډلې یې پر ځان باوری وو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button