نړیوال خبرونه

اسیا جام: لومړۍ لوبه کې افغانستان او سریلانکا مخامخ کیږي

د اسیا جام کرکټ شورا د راتلونکي ټورنمنټ سیالیو مهالویش اعلان کړ چې له مخې به یې افغانستان او سریلانکا په لومړۍ لوبه کې مخامخ کیږي.

د اسیا جام سیالۍ د سریلانکا په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې کېږي

د افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ د اسیا جام لومړۍ سیالۍ به د اګست میاشتې په ۲۷مه نېټه په عربي اماراتو کې ترسره شي. د اسیا جام شل اوریزې سیالۍ د سریلانکا په کوربه توب په عربي اماراتو کې ترسره کیږي، دغه لوبې په سریلانکا کې له سیاسي او اقتصادي کړکیچ وروسته عربي اماراتو ته انتقال شوې.

د یاد جام لوبه د پاکستان او هند ترمنځ ده

افغانستان او سریلانکا لوبډلې به د عربي اماراتو په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې له افتتاحي مراسمو وروسته مخامخ شي. د یاد جام یوه بله جالبه لوبه د پاکستان او هندوستان ترمنځ ده چې د اګست میاشتې په ۲۸مه نېټه به ترسره شي. ددغو سیالیو پایلوبه به د سپتمبر په ۱۱مه نېټه ترسره شي

نور یی ولوله | طالبان:کابل کې د ظواهري د حضور په اړه هیڅ معلومات نه لري

نور یی ولوله | د امریکا او قطر د باندنیو چارو وزیران په کمبوډیا کې د افغانستان په اړه خبرې کړي

د اسیا جام ۶ لوبډلې دوه ګروپونو ته ویشل شوي چې هندوستان، پاکستان او د کوالیفایر څخه یوه لوبډله، او دوهم ګروپ کې افغانستان، سریلانکا او بنګلدیش لوبډلې دي. هره لوبډله به ګروپ کې د خپلو سیالانو پر وړاندې یوه یوه لوبه ترسره کوي، چې دوه مخکښ لوبډلې به دوهم پړاو ته لار مومي، په دوهم پړاو کې به دوه مخکښ لوبډلې پایلوبې ته لار ومومي.

د یادو لوبو په لومړي پړاو کې به عربي امارات، سینګاپور، کویت او هانګ کانګ لوبډلې کوالیفایر لوبې کوي چې ګټونکې لوبډله به د اسیا جام اصلي لوبو ته لار مومي او هند او پاکستان سره به ګروپ کې یوځای کیږي. ټاکل شوې وه د اسیا جام سیالۍ لومړی په سریلانکا کې ترسره شې خو په دغه هېواد کې سیاسي او اقتصادي کړکیچ ددې لامل شو چې دغه لوبې عربي اماراتو ته انتقال شوې او کوربه توب به یې هم سریلانکا کوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button