لوبې خبرونه

اصغر افغان د کرکټ څخه استعفاء ورکړه

 افغانستان  افغانستان

د افغانستان  پخواني لوبډلمشر اصغر افغان له نړيوال کرکټ نه استعفا‌ء وکړی  د افغانستان کرېکټ بورډ له اړخ پر فېسبوک پاڼی لیکلی  چې د افغانستان پخواني لوبډلمشر او توپ وهونکي اصغر افغان له ټول نړيوال کرکټ سره مخه ښه کوي

د افغانستان کرېکټ بورډ د نوموړي د دغې فیصلی  هرکلی کړی او په اینده کی  يې ورته د بریا  او سوکاله ژوند هيله مند دی د نميبيا مقابله  لوبه کې افغان لوبغاړو له اصغر افغان سره د مخې ښې دود  وړاندې کړه. او د لوبې په پای کې د ګلبدين نایب له طرفه په اوږو له لوبغاړي بدرګه شو پخپله  اصغر افغان هم پر فېسبوک  پيغام کې لیکلی  چې کېدای شي د نميبيا پر مخالف  لوبه به يې د نړيوال کرېکټ اخرنۍ لوبه وي. نوموړي له ټولو هغو لوبغاړو او روزونکو څخه مننه کړې چې په تېرو کلونو کې يې له ده سره  همکاري کړې اصغر افغان د

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

پاکستان سره اخرنۍ لوبه کې ښه نه وو ځلېدلی او مخکی  هم پری  نيوکې کېدې چې بايد استعفاء ورکړی  او  ځوانو لوبغاړو ته موقع  ورکړي نوموړی  ويلي په لوبه کې ګټل او بايلل وي. له خپلو مينه والو او هغو کسانو چې پری نيوکې کولې  ډیره مننه کړې  د هغوی له نیوکو  څخه يې ډېر څه زدکړي  اصغر افغان چې په ۲۰۱۵ کال کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر  شو تر دې مهاله په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې تر ټولو بريالۍ لوبډلمشر بلل کېږي. د نوموړي تر مشرۍ لاندې افغان لوبډلې ۵۲ لوبې کړې چې ۴۲ يې ګتلې .

اصغر افغان چې په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان لپاره د سکاټلنډ پر مقابل کی  لومړنۍ يو ورځنۍ لوبه او په ۲۰۱۰ کال کې د ايرلنډ پر خلاف لومړنۍ شل اوريز لوبه وکړه تر دې  وخته یی ۷۴ شل اوريزو نړيوالو سیاليو کې ۱۳۵۱ منډې او په ۱۱۴ يو ورځنيو نړيوالو سياليو کې ۲۴۲۴ منډې جوړې کړې . اصغر افغان په شپږ ټېسټ لوبو کې هم  ۴۴۰ منډې يې ترسره کړې.په ۲۰۱۹ نړیوال یو ورځنی جام   کی د اصغر پر ځای ګلبدین نایب لوبډلمشر شو او ۹ سیالی وبایلی له امله یی د کرکټ شایقین نیوکی وکړی په افغانستان کرکټ بورډ باندی  او هم کم شو .

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button