لوبې خبرونه

اصغر افغان: شپږيزه د نوي ځوانانو لپاره ډېر مهم لیګ دی

اصغر افغان: شپږيزه د نوي ځوانانو لپاره ډېر مهم لیګ دی د هېواد د ملي کرکټ ټيم مشهور لوبغاړۍ او کپتان اصغر افغان چې په شپږيزه کرکټ ليګ کې روان کال د بند امير ښامارانو د ټيم کپتان دی، وايي چې شپږيزه کرکټ ليګ د افغانستان د نوي نسل لپاره ډېره مهمه ده.

ښاغلۍ افغان يوه ويډيو چې د کرکټ بورډ لخوا خپره شوې ده، پکې اصغر افغان ویلي ، چې د دوى لوبډله بند امير ښاماران ډېرهښه ټيم جوړه کړې ده، چې ځوانان او سينئير لوبغاړي پکې شامل دي، هغه په خپلو خبرو کې زیاتوي ، چې شپږيزه کرکټ ليګ د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېره مهمه ده او بايد هر کال وشي تر څو دا رواج قایم وساتل شي،

هغه وويل، شپږيره ليګ کې ځوانان ډېر څه زده کوي او همدا رنګه له سينئير پلیرانو څخه به هم ډېر څه زده کړي، چې په راتلونکي کې ورته فایده کوي افغان وايي، چې له شپږيزې څخه ډېر ځوان لوبغاړي ملي لوبډلې، د ١٩ کلنو لوبډلو، اې لوبډلې او ايمرجينګ لوبډلې ته راغلل او ملي ټيم کې هم موثر تمام شول.

نوموړي همداراز وویل ، چې ځوانان هڅه وکړي ، چې په شپږيزه کې ډېر څه زده کړي او خپل ځانونه ښکاره کړي، ځکه همدېکې د دويي کامیابي ده.اصغر افغان د لوبډلو په اړه وويل، چې ټول ټيمونه ډېر ښه جوړ شوي دي. هغه وويل چې شپږيزه به هغه لوبډله ,ګټي، چې شپږيزه ډېره سيريس واخلي او ځانونه ورته اماده کړي نوموړي وویل چې باید ټول ټيمونه هڅه وکړي چې لوبې وګټي ځکه ټول پلیران د افغانستان لپاره فایده ده چې ټرین شي او د لوبو ګټلو چل ورته زده وي،

هغه وویل ، چې زه هره سيالۍ کوم، که هغه نړيواله سيالي وي او که کورنۍ سيالي وي، نو ډېره توجه يې سيالۍ ته وي، ډېر سيريس ډول باندې لوبه کوي.هغه وايي چې کوشش کوم چې ځان فټ وساتم او تر پایه ولوبېږم نوموړي وویل چې دا کورنۍ لوبې دي او هر انټرنیشنل پلیر ترینه خوند اخلي

اصغر افغان: شپږيزه د نوي ځوانانو لپاره ډېر مهم لیګ دی
اصغر افغان: شپږيزه د نوي ځوانانو لپاره ډېر مهم لیګ دی

نوموړي همداراز وویل چې په نړيوالو سياليو کې پرېشر بوج ځکه ډېر وي چې هغه نړيوالې سيالۍ وي، خو کورني سيالۍ بيا فرق کوي، ځکه کورنۍ په خپل هېواد کې وي. نوموړي وويل، چې هر ډول سيالۍ چې وي خو بايد ښه لوبډلمشري وشي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button