نړیوال خبرونه

اطلاعاتو ته دلاسرسي او د رسنیزو سرغړونې دڅېړلو کمېسیونونه فعالېدل

د اسلامي امارت ویاند وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنیزو سرغړونو د څار کمېسیونونه بیافعال شول او ډېر ژر به خپلې عملي چارې پیل کړي. ذبیح‌الله مجاهد چې پرون (پنج‌شنبه) یې په کابل کې د یوې خبرې ناستې پر مهال خبرې کولې، همداراز ټینګار وکړ چې سرپرست حکومت د رسنیو له فعالیته ملاتړ کوي.

د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال وویل: «که له دې وروسته د رسنیو او د رسنیو اړوند کومه سرغړونه وشي، د دې پر ځای چې استخبارات یا نورې ادارې ښکېدلې شي یا سپکاوی منځ‌ته راشي، د سرغړونې کمېسیون بیافعال شوی او ډېر ژر به چارې پیل کړي.»

بل لور ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، دمګړۍ په هېواد کې ۱۷۰ رسنۍ له فعالیته پاتې شوې، خو ۱۹۸ انځورېزې او غږیزې رسنۍ فعالیت لري او لسو نورو رسنیو ته هم د فعالیت جوازونه وېشل شوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رییس عبدالحق حماد وايي: «له ۱۳۸۲ کال نه تر اوسه له دې وزارت سره د افغانستان ۴۰۵ غږیزې او انځوریزې رسنۍ ثبت دي. دوی خپل جوازونه اخیستي. د وزارت د سروې له مخې، اوس‌مهال په ټول افغانستان کې ۱۹۸ رسنۍ فعالې دي.»

نور یی ولوله | پاکستان د نیوزیلېنډ لخوا د درې اړخیزې لوبلړۍ بلنه ومنله

له دې سره هم‌مهاله د رسنیو د ملاتړو ادارو یو شمېر مسوولان چې په دې ناسته کې یې ګډون کړی وو، له اسلامي امارت یې غوښتنه وکړه چې د رسنیو او خبریالانو د کار اصولو ته درناوی وکړي.

د ژورنالېسټانو د بنسټونو د فدارسیون غړی محمد بشیر عاطف وايي: «حکومت باید د خبریالانو پر وړاندې د بدۍ حس له منځه یوسي او خپلو ټولو مسوولانو ته لارښوونه وکړي چې د خبریالانو حقونو ته درناوی ولري.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال ذبیح‌الله مجاهد د رسنیو له مسوولانو غواړي چې د مطالبو په خپرولو کې ملي ګټې او اسلامي اصول په پام کې ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې اطلاعاتو ته لاسرسي کمېسیون او د رسنیزو سرغړونو د څار کمېسیونونو د چارو ځنډېدل تل تر نیوکو لاندې نیول شوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button