هنر او ادب

اطلاعات او کلتور وزارت؛ لغمان کې لسګونه ځایونه کشف شوي

لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو اعلان کړی، چې د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې لسګونه لرغوني ځایونه کشف شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسوولینو په وینا، دا تاریخي ځایونه د اسلام څخه مخکې بودايي، موریایي او کوشاني دورو پورې اړه لري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونپوهنې مشر ذبیح‌الله سادات وویل چې دا تاریخي ځایونه په مهترلام، قرغي، علینګر او علیشنګ سیمو کې موقعیت لري. د هغه په ​​وینا، زیاتره دا ځایونه د اسلام څخه مخکې بودایي، موریایي او کوشاني دورو پورې اړه لري.

د نویو کشفونو په رڼا کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو د دې اثارو د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی او له اړوندو ادارو یې غوښتي چې د دې ځایونو د قاچاق او ویجاړولو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات وکړي.

لغمان د افغانستان یو له لرغونو سیمو څخه ګڼل کیږي، چې د تاریخ په اوږدو کې یې د مختلفو تمدنونو شاهدي ورکړې ده. دا ولایت د لرغونو لویو لارو په اوږدو کې موقعیت درلود او د بودايي او کوشاني دورو په جریان کې یو مهم کلتوري او سوداګریز مرکز ګڼل کېده. پخوا هم په لغمان کې ګڼ شمېر تاریخي اثار او لرغوني ځایونه کشف شوي دي، چې د دې سیمې تاریخي او کلتوري اهمیت په ګوته کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button