نړیوال خبرونه

افغانان د تېرپه څېر د ملي وحدت حکومت نه غواړي

افغانان نور نه غواړي چې وحدت ملي په څېر تش په نوم حکومت جوړ کړي ، خلک وايي چې په سياسي معاملو کې د ملي القابو او رتبو ورکول خيانت دى او دغه رتبې باید وړ کسان ته ورکړي. هېوادوال د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ جوړجاړي او د واک وېش ته اندېښمن دي او وايي چې ښايي تېره پنځه کلنه دوره يو ځل بيا هم تکرار شي.

افغانان له سياسیونو غوښتنه کوي، چې چوکیو لپاره دې پر ملي او ارزښتمنو مسايلو معاملې نه کوي. د کابل ښار يو اوسېدونکى حاجي محمد نسيم وايي، چې تېر پنځه کلن حکومت هېڅ هم ونه شول کولاى، تر دې پورې چې په کابل کې يې د ناروغانو لپاره يو روغتون جوړ نه کړو، که يو ځل بيا د تېر په څېر حکومت جوړېږي، نو دا د وطن او خلکو په تاوان دى.

بل خوا  ته بيا ډېرى ږګړي  له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله څخه غواړي چې په خپل منځ کې دې جوړ شي، خو د واک وېش او د پخوانۍ دورې تکرار دې بيا نه کوي.

د کابل ښار يو بل اوسېدونکى اجمل بيات بيا وايي، چې تېر ځل هم له خلکو سره ژمنې وشوې چې ستونزې به نه جوړېږي او حکومت به ټولې چارې په بريالۍ توګه پر مخ يوسي، خو هغسې ونه شول. هغه وايي چې دا ځل ملت تمه لري چې د تېر حکومت تجربې تکرار نه شي. خلک د سولې تږې دي او دوى بايد د سولې لپاره جدي کار وکړي.

بل لوري ته په ټولنيزو رسنيو هم د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ په جوړجاړي سختې نيوکې کېږي او که يو لوري ته عبدالله عبدالله د واک ترلاسه کولو لپاره د خلکو تر نيوکو لاندې دى، نو بل لوري ته پر ولسمشر غني هم له دې امله نيوکې کېږي، چې څنګه يو کس ته مارشالي ورکوي او دا ځلې بيا هم نيم حکومت ناکامه کانديد ته ورکوي.

بازې خلک بيا په ټولنيزو رسنيو کې دا جوړجاړى په نېک پال نيسي او وايي، چې په اوسني وخت کې لازمه ده چې ټول سياستوال يو موټى شي او د سولې خبرې پر مخ يوسي. دوى وايي که چېرته د سياستوالو ترمنځ يووالى رامنځته نه شي، نو ګټه به يې طالبانو ته ورسېږي او د سولې خبرې به هغسې پر مخ لاړې نه شي، لکه څنګه چې پکار دي.

د یادونې وړ ده چې کېدایشي ډېر ژر د اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله په یو توافق سره موافق شي او د یو لړ مراسمو کې دغه توافقنامه لاسلیک شي. له دغې توافق له مخې به واک ۵۰ ٪ دواړو نوماندانو په مینځ کې وویشل شي. په ټوله کابینه کې به ورته ۱۲ وزارتونه ورکړل شي. د دې نه علاوه کېدایشي د مستقلو ادارې هم نیم په نیمه ورکړل شي..

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button