Uncategorized

افغانستان او پاکستان کې د تېرې شپې زلزلې له امله يوولس کسان وژل شوي

د تېرې شپې په زلزله کې چې د افغانستان او پاکستان ډېرې سیمې یې ولړزولې، افغان او پاکستاني چارواکو د لږ تر لږه یوولسو کسانو د مړه کېدو او په لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی

دغه زلزله تېره شپه (د وري ۱نیټه) د کابل په ځايي وخت ۹بجې او ۱۸ دقيقې وشوه.

د امریکا د جیولوژۍ مرکز ویلي چې د دغې زلزلې مرکز د هندوکش په غرونو کې و او شدت یې د ریښتر په کچه ۶،۵ ثبت کړی دی.

په کابل کې هم ځايي اوسيدونکي وايي چې تر دې د مخه يې په دومره تېزوالي او دوام کې زلزلې کمې تجربه کړې.‌

د ترکيې له خونړيو زلزلو وروسته څو ځلې په بدخشان کې د داسې زلزلو خبرونه خپاره شول چې تېزوالی يې کم وو او يوازې د بدخشان ولايت ځينې سيمې يې لړزولې وې.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په یوه ټویټ کې ویلي چې په ۳۴ ولایتونو کې روغتیایي مرکزونو ته د دوو تنو مړي او نږدې شل تنه ټپیان ور وړل شوي، خو د هغه په خبره دا د مرګ ‌ژوبلې وروستي ارقام نه‌ دي.

په ورته مهال په ځينو سيمو کې د خلکو له ګڼې ګوڼې هم ځينې کسان سطحي ټپيان شوي دي خو کره ارقام يې نه دي خپاره شوي.

دا هم ولولئ:  ولسمشرغني د ولسمشرئ ټاکنو ګټونکئ اعلان شو

دا لومړی ځل نه دی چې کابل شدیدې زلزلې ولړزاوه

کابل ښار ډیر کله د زلزلو کوربه وي او ګڼو جيولوژيکي وړاندوينو ويلي چې کابل د زلزلې له قوي ګواښ سره مخ دی او د کابل ځمکنی جوړښت دا څرګندويي چې د لا نورو زلزلو امکان شته.

د طالبانو ویاند ذبیح ‌الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې دغه زلزله ډېره شدیده وه خو تر اوسه د کومو ځاني زیانونو راپورونه نه‌ دي ورکړل شوي.

د پاکستان د بېړنیو خدمتونو د ادارې ویاند بلال فیضي او یو شمېر نورو چارواکو ویلي چې د پښتونخوا ایالت په بېلابېلو برخو کې د کورونو د چتونو د نړېدو له امله لږ تر لږه نهه تنه مړه شوي دي.

نور ولولئ:د افغانستان په شمال کې زلزله شوې

فیضي همدارنګه ویلي چې په سوات دره کې له سلو زیات کسان روغتونونو ته وړل شوي دي.

نور ولولئ: افغان مېرمنې په ترکیه کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ګاڼې مرسته کوي

د خیبر پښتونخوا ایالت طبیعي پېښو ته د رسېدو د چارو د ادارې ویاند تیمور خان ویلي چې لږ تر لږه نولس خټین کورونه په لرې پرتو سیمو کې ویجاړ شوي او هڅې پیل شوي چې د دغې زلزلې د اړول شویو زیانونو په اړه مالومات راټول شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button