اقتصاد او سوداګري

افغانستان به د (اندخوی-ترکمن باشي) له لارې له روسیې او قزاقستان سره وصل شي

امیرخان متقي وايی چې له ترکمنستان سره له اندخوی تر ترکمن باشي د لارې په جوړېدو هوکړې ته رسېدلي دي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي چې ددوی حکومت د ترکمنستان له چارواکو سره د فاریاب له اندخوی او اقینې د دغه هېواد تر ترکمن باشي بندر د لارې په جوړېدو هوکړې ته رسیدلی دی.

دارنګه د طالبانو دغه وزیر زیاتوي زیاتوي، د دې لارې په جوړېدو سره به افغانستان د روسیې او قزاقستان په ګډون له څو له نورو  هېوادونو سره وصل شي.

په اندخوی کې د له خلکو او طالبانو سره د متقي لیدنه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، ښاغلي متقي دا خبرې له ترکمنستان د ځمکلې له لارې د ستنېدو پر مهال د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو له مسوولانو او د سیمي له مخورو سره په کتنه کې کړې دي.

نور ولولئ: د ټاپي پروژې چارې ولې ځنډېدلي دي؟

نور ولولئ: له ازبکستانه پاکستان ته د نفتي موادو د ټرانزیټ د طرحې تایید

نور ولولئ: ۳ میاشتو کې د افغانستان له لارې نېږدې ۳۰۹ زره ټنه توکي ټرانزیټ شوي

حافظ ضیاء احمد تکل په ټولنیزو رسنیو کې د متقي د خبرو یوه برخه خپره کړې، چې پکې وایي:‍«د اندخوی لارې په هکله چې له اقینې سره وصل شوې، ما د ترکمسنان له حکومت سره په دې هکله ډېرې خبرې وکړې، له وزیرانو سره له خارجه وزیر او مشر سره یې. هوکړه وشوه چې کومه لار له اندخوی او اقینې تېرېږي نېغه ترکمن باشي ته ورسېږي چې هم له روسیې سره وصل شو هم له قزاقستان سره وصل شو او دا یوه ښه او غوره لار ده.»

mutaqi1
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

له ترکمنستان سره د طالب پلاوي لیدنه

ښاغلی متقي د کب په ۶مه نیټه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د مسوولینو، د وسپنې پټلۍ ادارې او د برېښنا شرکت د چارواکو د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته تللی و او ددغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي، سیاسي او ټرانزیټي مسایلو په تړاو خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر بیا په خپلو خبرو کې همداراز زیاته کړه، چې ګاونډي هېوادونه له دغې ډلې ډاډه دي او د ترکمن چارواکو له قوله یې ووېل، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغه هېواد د پولو په اړه اندیښنه نه لري.

د طالبانو رژیم هڅه کوي چې د جمهوریت پرمهال نابشپړې پروژې په چټکۍ سره پلي او افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره وصل کړي چې له اندخوی تر ترکمن باشي لارې جوړېدل یې یوه برخه ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button