Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

افغان کډوال

افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو د راتګ زیاتېدل

بلخ، بامیان او غزني ولایتونو ته د بهرنیو سیلانیانو ورتګ د نورو کلونو په پرتله زیات شوی

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو سره سم د بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ هم زیات شوی دی او ګڼ کسان له بېلابېلو هېوادونو افغانستان ته تشریف راوړي.

نور ولولئ: د غزني تاریخي ابدو لېدنې ته ګڼ سیلانیان ورمات شوي

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې روان کال د دغه ولایت له تاریخي او لرغونو سیمو څخه د لیدنې په موخه د بهرنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی.

له بلخ تاریخي ولایت څخه د بهرنیو سیلانیانو لیدنه

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر عطامحمد ساهو ویلي چې د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو پر مهال دغه ولایت ته ۴۵۶ بهرني سیلانیان ورغلي دي.

د نوموړي په وینا، تېر ۱۴۰۱ یوه کال کې یوازې ۱۲۱ بهرني سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي او سیلاني سیمو څخه لیدنه کړې وه.

نور ولولئ: ‘درنه’ تاریخي سیمه کې سېلابونه؛ به لرغونو اثارو او د صحابه په مقبرې څه وشول؟

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر عطامحمد ساهو زیاته کړه چې د بهرنیو سیلانیانو د راتلو له درکه دې موده کې ۵۰زره ډالره عواید هم ټول شوي دي.

نوموړی له سوداګرو، خصوصي سکټور او بنسټونو غواړي چې د دغه ولایت تاریخي ودانۍ او سیمې چې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي، بېرته ورغوي، څو د سیلانیانو شمېر نور هم زیات شي.

له بهرنیو سیلانیانو ثبت

د ساهو په وینا، هر هغه بهرنی سیلاني چې افغانستان ته راځي، د ثبت پر مهال ترې ۵۰ ډالره اخیستل کېږي. د معلوماتو له مخې، بلخ څه باندې ۱۲۰ تاریخي سیمې لري چې هر کال ګڼ‌شېمر کورني او بهرني سیلانیان یې د لیدو لپاره ورځي.

حضرت علي‌ «رض» ته منسوب زیارت، د مولانا جلال‌الدین بلخي د پلار خانقاه، د ابو نصر پارسا جومات، د رابعه بلخي زیارت او یو‌شمېر ځایونه او ودانۍ د سیلانیانو لپاره د دغه ولایت د لیدو وړ سیمې بلل کېږي.

پر دې سربېره بامیانو او غزني تاریخي ولایتونو ته د بهرنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی او طالبان وايي، ددغه بهرنیانو له ورتګ یې په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی. بهرني ګرځندویان وايي، افغانستان د نړۍ په کچه تاریخي سیمې لري چې د نړۍ ګڼ لرغونپوهان ورته راځي او دغه تاریخي سیمې ګوري.

طالبان دغه لاسته راوړنه په افغانستان کې ښه امنیت بولي، خو د دوی منتقدین وايي چې په خوا هم طالبانو امنیت خراب کړی و او ګڼ بهرنیان او افغانان یې وژل.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button