لوبې خبرونه

افغانستان د بنګله دېش پر وړاندې لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرېکټ بورډ د بنګله دېش پر وړاندې د دوو شل اوريزو نړيوالو سياليو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې دغه لوبډله د ملګرتیا پر اساس اعلان شوي بولي، خو ځینې بیا وايي، د شل اوریزو لوبو لپاره مناسب ټیم دی او د لوبغاړو انتخاب یې ښه دی.

لوبډله به د راشد خان په مشرۍ د راونې جولای میاشتې له ۱۴ تر ۱۶ نېټې پورې د بنګله دېش په سيلهيټ لوبغالي کې سيالي کوي.

په دې لوبډله کې پخواني لوبغاړي اخیستل شوي

په دغه ۱۶ کسيزه لوبډله کې شهزاد محمدي‌ ته له اوږدې مودې وروسته يو ځل بيا چانس ورکړل شوی. نوموړي‌ په ورستي‌ ځل په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان لپاره په شل اوریز نړيوال جام کې سيالي کړې وه.

حضرت الله ځاځی هم چې د پاکستان پر وړاندې د شل اوریزو سياليو برخه نه و يو ځل بيا لوبډله کې شامل کړل شوی دی.

نور ولولئ: افغانستان په کرکټ کې شري لنکا ته ماته ورکړه

د دوی تر څنګ رحمان الله ګوربز، ابراهيم ځدراڼ، محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ، صديق اتل، کريم جنت، عظمت الله عمرزی، فضل الحق فاروقي، نوين الحق، وفادار مومند، فريد ملک، نور احمد لکڼوال او مجيب ځدارڼ شامل دي.

د افغانستان د کرېکټ لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان وايي، “په دې ۱۶ کسيزه سکواډ کې مو کوښښ کړی چې هرې برخې ته پام وکړو، لکه د پيل لوبغاړي، د منځ لوبغاړي، ورو او تېز توپ اچوونکو ته. ”

نوموړي زياته کړه، “دې لوبډله کې مو ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکړی او موخه مو دا ده چې په نړيواله کچه له فشار سره بلد شي.”

له بنګله‌دیش سره نورې لوبې

له بنګله دېش سره له شل اوريزو سياليو وړاندې افغانستان د جولای له پنځمې تر يوولسمې نېټې پورې له بنګله دېش سره درې يو ورځنۍ لوبې لري چې ټاکل شوې د ياد هېواد په چتوګرام لوبغالي کې ترسره شي.

اوسمهال افغان لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې د دريو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره سفر کړی،

افغانستان او بنګله دېش دواړو ته دا سیالۍ د راتلونکي اسيا کپ او يو ورځني نړیوال جام ته د چمتوالي په موخه مهمې دي.

پر افغان لوبډله هلته نیوکې ډېرې شوې چې له بنګله‌دیش سره یې په ټیسټ لوبه کې ځانونه ثابت نه کړل او په ډېر لوی توپیر یې دغه لوبه وبایلله، خو کرکټ بورډ ژمنه وکړه چې بیا به دا ستونزه نه پېښیږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button