لوبې خبرونه

افغانستان د ځوانو لوبغاړو په رابرسېرولو کي تر ټولو هیوادونو مخکښ دئ کرکیټ بورډ!

ای سي بي  یا افغان کرکیټ بورډ پر خپل ویبپاڼه ویلي، چي افغانستان د ځوانو لوبغاړو په رابرسېرولو کي تر ټولو هیوادودنو مخکښ هیواد دئ او هر کله د اړتیا او وړتیا له مخکي لوبغاړو ته په لوبډلو کي د لوبېدو چانس برابروي.

دغه اداره وايي، چي غوراوي کمېټه ئې د یوه سیسټم له لاري کار کوي، چي له مخي به ئې ځوانو لوبغاړو ته موقع برابریږي او په تدریجي ډول به د پخوانیو لوبغاړو ځای په افغان کرکیټ ملي لوبډله کي ځوانو لوبغاړو ته پرېښودل سي.

کرکیټ بورډ وروسته له هغه دا خبري کوي، چي پر ټولنیزو رسنیو ئې غوراوي کمېټه په دې له نیوکو سره مخ سوه، چي د ایرلینډ په وړاندي درو شل آوریزه سیالیو کي ئې لوبډله کي د نوي لوبغاړو پر ځای زړو لوبغاړو ته ځای ورکړی.

د ایرلینډ په وړاندي اعلان سوې لوبډله کي اصغر افغان لوبډلمشر، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، نجیب الله ځدران، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان مرستیال لوبډلمشر، نوین الحق، شاپور ځدران، مجیب الرحمن، قیس احمد، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری او عثمان غني شامل دي.

سمیع الله شینواری او شاپور ځدران هغه لوبغاړي دي، چي د کرکیټ افغان مینوال ئې پر ټاکلو غوراوي کمېټه به دې تورنويو چي زاړه لوبغاړي ئې ملي لوبډله کي اخیستي.

خو بورډ پر خپلي ویبپاڼي په تازه خپور کړيبیانیه کي ویلي، د کرکیټ مینوال باید په دې پوه وي، چي  همیش ښه ځلیدونکي لوبغاړي ددې چانس نه لري، چي ورته په ملي لوبډله کي ځای ورکړل سي.

ذ ایرلینډ په وړاندي درو شل آوریزه سیالیو ته په اعلان سوې لوبډله کي بیا د نورو ځوانو لوبغاړو ترڅنګ عضمت الله عمرزی او قیس احمد هغه ځوان لوبغاړي دي، چي په ملي لوبډله کي د لومړي ځل لپاره ځای ورکړل سوی.

بورډ وايي، چي اداره ئې په دې توانېدلې، چي له ترسره سویو ۶ نولس کلنو کرکټ نړېوالو جامونو څخه افغان کرکټ ملي لوبډله کي په تېرو ۱۰ کلنو کي بېلابېلو لوبغاړو ته د لوبېدو چانس ورکړی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button