افغانستان د ښځو لپاره ناوړه ځای و پیژندل شو

ځړول شوی:جولای 15, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد دی

د اقتصاد نړیوالې مجمع له‌خوا په نوې درجه بندۍ کې افغانستان د نړۍ د ۱۴۶ هېوادونو په منځ کې د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه هېواد بلل شوی دی

په اقتصادي فورم کې د ښځو پر رول خبرې وشوې

دغه نوملړ چې مساوي فرصتونو ته د ښځو د لاسرسي، د تبعیض او جنسیتي محدودیتونو پر بنسټ جوړ شوی، ویلي چې له روغتیا، زده‌کړو او کاره د ښځو محرومیت له نورو هېوادونو څخه د افغانستان د شاته کېدو لاملونه دي. د اقتصاد نړیوالې مجمع په بېلابېلو هېوادونو کې په ټولنيزو، سياسي، تعليمي او روغتيايي چارو کې د ښځو پر رول بحثونه کړي دي.

د اقتصاد نړیوالې مجمع د راپور په یوې برخه کې راغلي: «افغانستان د کار، زده‌کړو، او روغتیايي خدمتونو د لاسرسي په برخو کې د ښځو د محدودیت له اړخه د سیمې او نړۍ د هېوادونو په منځ کې د ۴۴٫۵ سلنه امتیازونو په اخېستو سره په ۲۰۲۲ کې کال د جنسیتي برابرۍ له پلوه تر ټولو وروستۍ ځای خپل کړی دی. د ښځو د حقونو مدافع، زرقا یفتلي طلوع نیوز ته وايي: «که پر ښځو دا ډول محدودیتونه دوام وکړي، نه یوازې دا چې ښځې به له افغان ټولنې په بشپړه توګه وویستل شي؛ بلکې د دې وضعیت دوام به په نړیواله ټولنه هم ناوړه اغېز وکړي

نور یی ولوله | سور صلیب: ډېری افغانان د اولیه توکو د اخیستلو توان نه لري

نور یی ولوله | امریکا : د طالبانو خلاف تاوتریخوالي ملاتړ نه کوو

د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف ارین وايي: «موږ له اسلامي امارته هیله لرو چې په‌دې برخه کې نوي اقدامات وکړي، څو د ښځو د حقونو او په حکومت کې د هغوی د ونډې تامین شي. په افغانستان کې د جمهوریت له نسکورېدو وروسته د ډېرو ښځو کار او ټولنیز فعالیتونه محدود شول.

ثمره یو له هغو زرګونو  نجونو ده چې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته یې کار او فعالیتونه محدود شوي دي. دا چې اوس‌ هغه د خپلې کورنۍ یوازینۍ ګټیالۍ ده، په راتلونکې کې د ښځو بې‌برخلیکۍ ته اندېښمنه ده. ښوونکې ثمره وايي: «د نابرابرۍ په ګډون ډېر محدوديتونه وضع شوي، ښځې زده‌کړو ته د لاسرسي حق نه‌لري او له ټولنيزو فعاليتونو بې‌برخې دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.