لوبېلوبې خبرونه

افغانستان فوټسال سیالیو کې د سعودي ټیم مات کړ

د فوټسال اسیا جام ته د لارموندنې سیالۍ افغانستان سعودي عربستان ته ماتې ورکړه

د طالبانو د حکومت د ورزش او المپیک ملي کمیټه وايي، چې د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د یکشنبې په شپه اکتوبراتم (تلې ۱۶) د اسیا د ملتونو د فوټسال جام د روانو سیالیو په مقدماتي پړاو کې د سعودي عربستان د ټیم سره مسابقه وکړه.

نور ولولئ: د فوټسال ملي لوبډلې د ازبکستان لوبډلې ته ماته ورکړه

دا سیالۍ د دمام ښار به ‘ګرین هال’ جمنازیم کې کېږي. د سعودي پر وړاندې لوبه کې افغانستان لپاره دوه ګولونه اکبر کاظمي او وروستی ګول سیدحسین موسوي وکړ. افغانستان د دغو سیالیو په ‘بي’ ګروپ کې له کوربه سعودي، اندونیزیا او مکاو سره لوبې لري.

له دغه ګروپه د سر دوه لوبډلې راتلونکی کال تایلنډ کې د فوټسال د اسیا جام سیالیو ته لار کوي.

د افغان لوبډلې راتلونکې لوبه

ټاکلې افغان لوبډله نن دوشنبه د کابل پر وخت ماښام ۵ نیمې بجې له اندونیزیا سره مخامخ شي. دغو سیالیو کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې دریمه لوبه چارشنبه د اکتوبر ۱۱مه د مکاو خلاف ده. که افغانستان له خپلو راتلونکو دوو لوبو یوه هم وګټي، نو په لومړي ځل به د فوټسال اسیايي جام سیالیو ته لار ومومي.

نور ولولئ: افغانې فاطمه جامي په تکواندو سیالیو کې د برنزو مډال خپل کړ

ریاض په وروستیو کلونو کې د فوټبال په څېر پر فوټسال هم ډېره پانګونه کړې او لوبډله د اسیا په کچه پیاوړو لوبډلو کې حسابېږي.

د یادونې ده چې سعودي عربستان ده هېواد کې د فوټبال ودې لپاره په دې وروستیو کې د کرسټیانو رونالډو، کریم بنزما او نیمار په څېر د فوټبال نړۍ مخکښ او مشهور لوبغاړي خپل د فوټبال لیګ کې اخیستي دي.

د یادې لوبډلې پرمختګ

د یادونې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په دې وروستیو کې ډېره ښه ځلېدلې او پیاوړې لوبډلې یې ماتې کړې دي.

افغان لوبډلې د همدې روان کال په جولای کې د مرکزي اسیا په فوټسال سیالیو (کافا) کې د ازبکستان، قرغزستان او ترکمنستان پیاوړې لوبډلې ماتې کړې او د دغو سیالیو دویم ځای یې خپل کړ.

که چیرې افغانستان د اسیا د ملتونو د فوټسال جام مقدماتي سیالیو د بي په کتګورۍ کې لومړی یا دوییم مقام ترلاسه کړي د اسیا د ملتونو د فوټسال جام کې به ددغه ټیم لومړنی پرمختګ وي.

ټاکل شوې، چې د اسیا د ملتونود فوټسال جام سیالۍ په ۲۰۲۴ کال کې ترسره شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button