ټکنالوجي

افغانستان له روسیې سره د سوداګرۍ پراختیا په موخه هوکړه‌لیک لاسلیکوي

تمه ده چې کابل او مسکو د سوداګرۍ د ودې لپاره یو تړون لاسلیک کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست د روسیې “داووس” ناستې په څنډه کې وايي، تمه ده چې کابل او مسکو د سوداګریزې راکړې ورکړې د پراختیا په موخه یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړي. له دې هوکړه‌ لیک سره کابل او مسکو د غنمو، لرګیو او نفتي توکو  راکړې ورکړې کولای شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي: «تاسو ته معلومه ده چې افغانستان له روسیې سره ډېرې اوږدې تجارتي، اتقصادي او اجتماعي اړیکې لري. کوښښ مو دا دی چې له ټولې نړۍ، په ځانګړې توګه له روسیې سره خپل تجارت دوام ورکړو.» سږ کال پر روسیې د لوېدیځوالو د بندیزونو له امله، د نړۍ مالي مخکښانو ډېر کم د روسیې په اقتصادي ناسته کې ګډون کړی.

سبا به دلته د سوداګرۍ خونې سره یو تړون لاسلیک کړو

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي: «سبا موږ د دې ځای ته سوداګرۍ خونې سره یو هوکړه‌لیک لاسلیکوو، هیله ده تاسو چې تاسو هم هلته هلته تشریف ولرئ. په دې هوکړه‌لیک کې به د افغانستان او د روسیې له تجارانو سره تر منځ همکاري موجوده وي.» د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال افغانستان له دوه مېلیونه ټنه د زیاتو غنمو له کمښت سره مخ دی او دغه اندازه غنم به له بهره وپیرل شي.

 

نور یی ولوله | د پاسپورټ ریاست د پاسپورټ د کتابچې له شتونه ډاډ ورکوي

نور یی ولوله | شیخ محمد بن زاید آل نهیان همېشه د زغم او انساني ورورولۍ د ارزښتونو د ودې لپاره د ګډ کار کولو په اهمیت ټینګارکړی

 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايي: «سږ کال تقریباً موږ د دوه مېلیونه مټرک ټنه په شاوخوا کې غنمو ته اړتیا لرو چې له بهر څخه یې راوارد کړو، خو د دې غنمو په واردولو کې موږ معلوم قراردادونه له معلومو هېوادونو سره له مخکې لرو.» د کرنې او مالدارۍ خونه په‌دې اند ده چې سږ کال به د وچکالۍ له امله د غنمو د حاصلاتو کچه کمه شي او اړتیا ده دغه تشه سوداګر ډکه کړي.

افغانستان هر کال اووه میلیونه ټنه غنمو ته اړتیا لري

د کرنې او مالدارۍ خونې غړی میرویس حاجي زاده وايي: «زمینه دې ورته ورکړل شي چې دوی قزاقستان ته لاړ شي. سوداګر د قزاقستان له سوداګر څخه پېر وکړي، څو سوداګر وتوانېږي افغانستان ته واردات وکړي او د ولس ستونزه حل شي.» د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، افغانستان هر کال اوه میلیونه ټنه غنمو ته اړتیا لري چې له پنځه میلیونه ټنه کم یې په کور دننه تولیدیږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button