تجارت خبرونه

افغانستان مرکزي اسیا ته دوه نیم زره لارۍ واستولې

افغانستان مرکزي اسیا ته دوه نیم زره لارۍ واستولې سر چینی وايي چې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې دوه نیم زره لاریو خپل سوداګریز توکي د ایران له لارې منځنۍ اسیا ته ټرانزیټ کړی چې دا یوه لوړه شمېره په ګوته کوي

د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیتي توکو کچې زیاتوالی موندلی دی.ایراني چارواکي وایي چې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې،څه باندې دوه نیم زره لاریو،سوداګریز توکې د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته ترانزیت کړي چې د تیر کال ورته مودې په پرتلې سره،اولس سلنه زیاتوالی ښیي.د سوداګری مسولین وايي چې باید د ټرانزیټ امنیت په سمه توګه ونیسي ترڅو دغه مال خراب نشي او مزکري اسیايي ملکونو ته شالم او سم ولېږدږل شي.

اړونده خبرونه: د افغان عسکرو او نظامي سکتور سره د امریکا ملاتړ دوام کوي

دا راپور پر داسې مهال خپریږي چې موده وړاندې له پاکستان سره د افغانستان د راکړې ورکړي او ټرانزیټ د کمښت یادونه سوې وه او ویلي سوي وو چې ۶۰سلنه دا سوداګري  کمه سوې او خلک د نورو هېوادونو نه تجارت نه کوي بلکه دويي په کور کې دننه سیانو ته ترجیخ ورکوي.عام وګړي هم وايي چې باید د نورو ملکونو د شیانو پرځای حپل مسولاتو او شیانو باندې کار وشي ترڅو مونږ په ځان بسیا شو.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي چې دا کمښت د کرونا ناروغۍ د رامنځ ته کیدلو له وجې رامنځ ته سوی د دې خونې مرستیال یونس مومند وايي چې د کرونا ویروس د خپرېدو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لویو لارو له بندېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ټکنۍ سوې دي.او ډېر سوداګر دې ته اړ شوي چې دغه هېواد سره تجارت کم کړي.

افغانستان مرکزي اسیا ته دوه نیم زره لارۍ واستولې
افغانستان مرکزي اسیا ته دوه نیم زره لارۍ واستولې

د ښاغلي یونس په خبره نور کلونه به شاوخوا ۲۰۰۰ بار موټر پاکستان ته تلل خو سږ کال دا شمېره نژدې ۹۰۰ ته کښه سوې ده، او دا ستونزه د افغان تلوونکو موټرونو د پلټنې په نوم زیات وخت باندې مصرفیږي چې ستونزې يې رامنځ ته کړې دويي وايي چې د سوداګری کمښت یوه وجه د کرونا ویروس ډؤېر والی هم دی او حلک نشي کولی چې پراخه کجه سوداګري وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button