افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو لړۍ تر ډېر حده بشپړه شوې

افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو لړۍ تر ډېر حده بشپړه شوې.د امریکايي پوځ مرکزي قومنداني سینټکام وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ نوي سلنه بشپړه شوې.او ښای ر روان کال تر سپټمبره ټول غسکر افغانستان ترک کړي.
د سنټکام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د امریکا د ولسمشر له امر سره سم په منظم ډول له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او په همدې لړ کې ۹۸۴ الوتکې په نظامي توکو بار له افغانستانه ایستل شوې او ۱۷۰۷۴ قطعې توکي بیا د تخریبولو په موخه د امریکايي پوځ لوژستیک ته سپارل شوي.

د خبرپاڼې په بنسټ، په ټوله کې د عسکرو د وتلو لړۍ نوي سلنه بشپړه شوې او د عسکرو د امنیت د خوندیتوب په موخه به نور د امریکايي پوځيانو د وتلو د لړۍ د سلنې معلومات نه خپرېږي.خو داسې ښکاري چې ټول عسکر به تر ١١ سپټمبره اوځي.او افغان عسکرو ته به ټولې چارې وسپاري.
یاده دې وي، چې وړمه ورځ امریکايي ځواکونو په افغانستان کې خپله تر ټولو ستره پوځي اډه «بګرام» تخلیه کړې او امریکايي عسکر ترې و تلي دي.طالبان وایي، ټول بهرني پوځیان باید د سپتمبر تر یوولسمې نېټې له افغانستانه ووځي، او تر یادې شوې نېټې وروسته به يې په وړاندې ګامونه واخیستل شي.
بل لور ته امریکا او ترکیه وایي، په افغانستان کې عسکر ساتي، تر څو د کابل هوایي ډګر او په کابل کې د امریکا سفارت وساتي.په دې وروستیو کې داسې راپورونه هم شته، چې ښایي یو شمېر برتانوي ځواکونه هم په افغانستان کې پاتې شي.دا هم باید یاده کړو چې امریکا ولسمشر به نن واضحه خپل دريز اعلان کړي.