کورني خبرونه

افغانستان کې داعش؛ ذبیح الله مجاهد او امرالله صالح دوه بېل نظرونه

په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه طالب ویاند او امرالله صالح بېل بېل نظرونه لري

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد او د پرځېدلي جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه تازه څرګندونې او ادعاوې کړې دي.

صالح په خپله اېکس پاڼه کې ادعا کړې، چې د معلوماتو له مخې یې د طالبانو استخبارات له داعش ډلې سره په بګرام زندان کې د خپلو پخوانیو بندیانو د یو ځای کېدو په اړه اندېښمن دي.

د صالح په خبره، د طالبانو استخبارات په دې باور دي، هغه طالب بندیان چې پخوا د بګرام په بندخونو کې د داعش غړو سره بند وو، غولیدلي او له دغې ډلې سره یو ځای شوي دي.

تر لاسه شوي سندونه

isis
انځور؛ د داعش ډلې دی

امرالله صالح د پنجشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۴مه) په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، هغه اسنادونه چې دوی ته رسیدلي ښيي، طالبان په دې څیړنه کوي چې ددغې ډلې یو شمیر پخواني غړي اوس مهال له داعش ډلې» سره په پټه همکاري کوي.

نور ولولئ: مجاهد: په افغانستان کې د داعش بریدونو یو نیم سلنه امنیت ګواښلی

نور ولولئ: امرالله صالح وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د باج اخیستو لپاره چل دی

نور ولولئ: امرالله صالح وايي، انور کاکړ د څو ورځو صدراغظمۍ په خاطر خپل قوم ته سپکاوی کوي

د صالح په خبره، د داعش ډلې مشر پخوا ادعا کړې وه چې د طالبانو په ډله کې د دوی زرګونه کسان په پټه کار کوي.

صالح وایي: “اوس چې طالبان د دغو بندیانو په اړه څېړنې کوي، ددې ښکارندویي کوي چې د داعش ډلې د مشر خبرې ښایي واقعیت وې.”

سره له دې چې پر طالبانو د ترهګرو ډلو د ملاتړ تور دی خو پر افغانستان ددغې ډلې له واکمنۍ وروسته دوی د داعش ډلې د نفوذ او د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

د داعش په اړه د طالبانو نظر

له دې سره، د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش ډلې د بشپړ ځپل کېدو ادعا کړې او ویلي، چې تر ۷۰-۸۰ تنو پورې داعشیان په دغه هېواد کې موجود دي.

مجاهد د دغو داعشیانو د ځپلو لپاره هم د خپلو ځواکونو د هڅو خبر ورکړی.

په وروستیو کې له داعش ډلې سره د پاکستان د ملاتړ ادعاوې زیاتې شوي .

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب تېره اوونۍ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د دوی له بیا واک ته رسېدو سره په افغانستان کې بریدونه د تاجیکستاني او پاکستاني وګړو له لوري ترسره شوي دي.

هغه دغه راز، د دوی خلاف د وسله والو ډلو د ۹۰ سلنه ځپل کېدو ادعا وکړه او ویې ویل چې ۱۰ سلنه نور هم ځپل کیږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button