کورني خبرونه

افغانستان کې د بشر ضد جنایتونو په اړه د ملګري ملتونه څیړنه

 افغانستان افغانستان

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې (یو اېن اېچ ار سي) په افغانستان کې د طالبانو او نورو ډلو

له طرفه د بشر ضد او جنګي جنایتونو د څیړونو لپاره د یو خاص څیړونکی ګومارلو پرېکړه کړې.

افغان طالبانو ویلي په دې باره  اصل حساب باید له هغو وګړو سره وشي چې تېر شلو کلونو کې یې بې شمېره عام افغانانو ته زیان رسولۍ.

د دې څیړونکی د ګومارلو لپاره قرارداد د اروپایي ټولنې له طرفه وړاندې شوی وو او پنجشنبه پرې رایه اچونه وشوه  د دې ادارې د ۴۷ غړو هېوادونو له ډلې یې ۲۸ د قرارداد په ملاتړ او د  خاص  څیړونکی د ګومارلو  لپاره رایه ورکړه خو د پاکستان، چین او روسیې یوځای پنځو هېوادونو د قرارداد پر ضد رایه وکاروله  څوارلسو نورو غړو هېوادونو د دې قرارداد لپاره رایه اچونه کې برخه وانخیسته، خو قرارداد بیا هم په اکثریت رایو تصویب شو.

article 8

د اروپایي ټولنې په قرارداد کې راغلي چې د ملګرو ملتونو قانوني، جنایي، بشري او د ښځو د حقوقو  حقوقپوهان پدی  چارو کې له خاص څیړونکی سره مرسته کوي افغان طالبانو د دې اعلان په غبرګون کې وویل طمع یې دا ده چې ملګري ملتونه له هغو خلکو  سره محاسبه وکړي‌ چې په تېرو شلو کالو کې یې افغان ولس ځپلی او دا هېواد یې وران کړی.

د بښنې نړیوال سازمان که څه هم د ملګرو ملتونو د دې اعلان هرکلی کړی خو وایي افغانستان کې سخت حالت  ته په لیدو یې تر دې هم د زیات سخت ګام طمع درلوده یاد سازمان وایي افغانستان کې د جنایتونو څیړلو، اسناد راټولولو او محاکمو لپاره یوه خپلواک او نړیوال میکانېزم ته ضرورت دی د بښنې نړیوال سازمان وایي د ملګرو ملتونو خاص څیړونکی به لږ تر لږه وکړای شي چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څارنه وکړي.

ا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

د یادونې وړ ده چې همدا څو ورځې وړاندې نړیوالې جنایي محکمې هم اعلان کړی وو چې افغانستان کې د طالبانو او داعش ډلې له طرفه د بشر ضد او جنګي جنایتونو څیړنه پیل کوی. طالبان تېر اګست میاشت کې پر ټول افغانستان یو ځل بیا حاکم شو او له همدغی رادیخوا پرې تورونه لګېدلي چې د عمومي بښنې ژمنه یې ماته کړې او صحرایي محاکمې یې ترسره کړې دي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button