نړیوال خبرونه

افغانستان کې د تریاکو تولید زیات شوی سپینه ماڼۍ

یوارزونې کې چې د جمعې په ورځ (فبروري ۷) خپره شوې راغلي چې د تېرکال په پرتله په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله کمه شوې خو د خالصو تریاکو تولید زیات لا هم زیات دی.

یاده اداره وايي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۹ کال کې د کوکنارو کښت ۲۸ فیصده کم شوی دی. تېرکال په ټول افغانستان کې په ۱۶۰۰۰۰هکتاره ځمکه کې او په ۲۰۱۸ کې بیا ۲۲۱۰۰۰ ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو.

په ۲۰۰۸کال کې په افغانستان کې ۵۵۵۰ ټنه خالص تریاک تولید شوي وو خو په ۲۰۱۹ کې دا اندازه ۶۷۰۰ ټنه اټکل شوې ده. دا ارزونه وايي چې په بازارونو کې د تریاکو د بیو کموالي د کوکنارو کښت کم کړی خو ښې آب او هوا او د حاصلاتو لپاره مناسبو شرایطو د تریاکو بالقوه تولید زیات کړی دی.

وایټ هاوس وایي چې یاغیان د نشه يي توکو د قاچاق له لارې عاید ترلاسه کوي چې له کبله یې په دغه هېواد کې ناامني او فساد زیات شوی دی. دغې ادارې ویلي دي چې له افغان حکومت سره به ګډ کار وکړي چې دا جدي ستونزې حل شي.

د سپینې ماڼۍ د مخدره موادو د کنترول د ملي تګلارې اداره وايي دا ارزونه
د افغانستان له ولایتونو څخه دوی ته د رسېدلو معلوماتو په اساس شوې ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button