Uncategorized

بغلان کې د غوري سیمنټو فابریکې ورځنی تولید ۷۰۰ ټنو ته لوړ شو

د غوري سیمنټو فابریکې په بغلان ولایت کې خپل ورځنی تولید له ۱۵۰ ټنو څخه ۷۰۰ ټنو ته لوړ کړی، چې د کورني تولید د پراختیا او د هېواد د صنعتي سکټور د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

د غوري سیمنټو فابریکې کیفیت هم ښه شوی

د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي‌الله ارغندیوال ویلي، د تولید له زیاتوالي سره د د غوري سیمنټو فابریکې د تولیداتو کیفیت هم لوړ شوی او اوس یې تولیدات د لوړ کیفیت لرونکو وارداتي سیمنټو سره د سیالۍ وړ دي.

سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

د شرکت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په د غوري سیمنټو فابریکه کې شاوخوا ۷۵۰ کسان په مستقیم ډول پر دندو بوخت دي او تولید شوي سیمنټ یې د هېواد په لویو رغنیزو پروژو کې کارول کېږي.

د درېیمې فابریکې چارې هم روانې دي

د فابریکې انجنیر محمد رامین سلطان‌پور ویلي، په هېواد کې د تولیدي فابریکو پراختیا د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د زیاتوالي او د ځان‌بسیاینې لپاره مهمه ده.

د هغه په وینا، دا مهال د د غوري سیمنټو فابریکې دوه تولیدي واحدونه فعال دي او د درېیمې فابریکې د جوړولو چارې هم په چټکۍ روانې دي. د درېیمې فابریکې له بشپړېدو وروسته به د فابریکې ورځنی تولیدي ظرفیت ۵ زره ټنو ته لوړ شي، چې د افغانستان د کورني سیمنټو تولید به د پام وړ زیات کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button