سیمه ییز خبرونه

افغانستان کې د ښځو حقوق؛ د بشري حقوقو د څار سازمان یې د وضعیت ارزونې راپور کې لومړیتوب غواړي

یاد سازمان ټینګار کوي چې د افغانستان د وضعیت ارزونې راپور کې دې د ښځو حقوقو ته لومړیتوب ورکړل شي

د بشر حقونو څار سازمان وايي، د ملګرو ملتونو له خوا په خپلواکه ازرونه کې باید افغانستان کې بشري حقونو او په ځانګړې ډول د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي.

دغه سازمان تېره د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، افغانستان کې بشري وضعیت ناورینوونکی یاد کړی او پر ملګرو ملتونو یې غږ کړی، چې د افغانستان وضعیت په اړه ارزونه کې باید د ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

نور ولولئ: بایډن او مودي: طالبان دې د ښځو او نجونو ته حقوق ورکړي

بشري حقونو څار سازمان کې د ښځو حقونو برخې مشرې حیدر بار ویلي: “افغانستان کې اوس ښځې د نړۍ په کچه د بشر حقونو له جدي ګواښ سره مخ دي. دغه خپلواکه ارزونه به د دې ناوړه وضعیت پر وړاندې یوه اغېزمن نړیوال غبرګون ته لار هواره کړې. خو د دې کار د ترسره کولو لپاره باید افغانستان کې هغو ښځو او نجوتو ته لومړیتوب ورکړل شي چې له خپلو بشري حقونو بې برخې شوي دي.”

په دې اړه د امنیت شورا پرېکړه‌لیک

د روان کال مارچ میاشت کې د امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د نومبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې افغانستان کې د روان وضعیت په اړه یوه “خپلواکه ازرونه” وکړي او تر بشپړېدو وروسته دې امنیت شورا ته وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د اپرېل میاشت کې د ترکیې یو پخوانی لوړ پوړی چارواکی فریدون سینیرلي اوغلو د دغه ارزونې د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه وټاکه.

هغه مهال پرېکړه وشوه، چې دغه ارزونه کې به د افغان مېرمنو په ګډون اړوندو اړخونو سره خبرې کېږي.

نور ولولئ: ریچارډ بېنېټ: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ناوړه شوی

آغلې بار افغانستان کې د بشر حقونو برخه کې د نړیوالې ټولنې پر چلن هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد کې یې بشري حقونو ته بشپړ پام نه دی کړی.

د هغې په ټکو :”افغانستان کې بشري ناورین خورا پراخ دی او د طالبانو ناوړه چلن دغه هېواد کې بشري ناورین لاپسې زیاتوي. تر دې دمه افغانستان کې د بشر حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې کار اغېزمن نه دی او بشپړ ډول یې دې برخه کې تمرکز نه دی کړی.”

یاد سازمان د ښځو حقوق نقض شوي بللي

د بشر حقونو څار سازمان وايي، افغانستان کې بشر حقونه تر پښو لاندې شوي او ښځې له سخت بشري وضعیت سره مخ دي.

دغه سازمان وايي، هغه بنسټونه چې ښځې یې مشري کوي د خپلو کارونو د دوام لپاره کافي بودیجه نه لري، دغو بنسټونو کې ډېرې هغه ښځې کار کوي چې د خپلو کورنیو نفقه ګټونکي دي.

یاد سازمان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې افغانستان کې د رسنیو او بیان ازادۍ ته هم اشاره شوې چې طالبانو له خوا ځپل شوي او د بشر حقونو او د نجونو د زدکړو ملاتړي په زندانونو کې شکنجه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې بشر حقوقو سازمان هم د طالبانو له لوري زندانیانو ته د شکنجو، وهلو او نورو برخو کې شواهد تر لاسه کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button