نړیوال خبرونه

افغانستان کې د کرونا ناروغی پېښې په کمېدو دي

افغانستان کې د کرونا ناروغی پېښې په کمېدو ديره سره له دې چې په هېواد کې د کرونا ویروس دوهمه څپه نه ده کنټرول شوې، خو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د دغه ناروغی مثبتې پېښې په کمېدو دي.اوښای دغه نور زور ونکړي ځکه د لوړېدو ګراف په تدریجي ډول په کمېدو دی.

دروغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۸۴ نور کسان په دغه ویروس اخته شوي چې له دې سره پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۶۶۴ ته ورسېد.د یاد وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته شپږ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۹۹ نور بیا روغ شوي دي.د راپورونو له مخې، تر اوسه په هېواد له کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۳۱۴ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۴ زره او ۸۱۰ ته رسېدلی دی.

که څه هم د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د کرونا مثتبې پېښې په کمېدو دي، خو وايي چې دا په دې معنا نه ده چې دلته دې د دې ویروس دوهمه څپه پای ته رسېدلې وي.روغتیا وزارت خبرداری ورکړی که چېرې خلک روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي او بې‌ غوري وکړي؛ نو هره شېبه د کرونا ویروس د درېیمې څپې د راتلو امکان شته.

همدا راز له انګلستان څخه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د کروناویروس د نوې بڼه رارسېدلې او د روغتیا مسوولین یې اندېښمن کړي او وايي چې دغو هېوادونو ته د تګ راتګ له امله به په افغانستان کې د کروناویروس دویم ډول په پراخه توګه خپور شي.او زیات شمېر خلکو ته به مرګ ژوبله واړوي.

افغانستان کې د کرونا ناروغی پېښې په کمېدو دي
افغانستان کې د کرونا ناروغی پېښې په کمېدو دي

دکروناناروغی د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکۍ سره په نړۍ کې په مرګونې ناروغۍ بدل شو.اوسمهال په امریکا او د هند هېوادونو کې زیاته ده خو لا هم ویره شته چې دغه ناروغي یو ځل بیا د نړی ګډ ګډ ته ورسیږي.او خلکو ته مرګ ژوبله واړوي.هېره دې نه وي چې د نړی یو شمېر هیوادونو دغه ناروغی لپاره واکسین هم تیار کړي دي او خلکو باندې ازمایښتي ډول کاروي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button