ستاسې اند او نظرنړیوال خبرونه

افغانستان کې د کرونا ویروس پېښوشمېر زیات شو

د افغانستان د روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د کورونا ناروغۍ د یوې بلې پېښې خبره کوي د دې وزارت ویاند وحید مایار د سې شنبې په ورځ( د مارچ ۱۰) بي بي سي ته وویل، د افغانستان شمال ته په سمنګان ولایت کې یو کس کورونا نیولی دی د هغه په خبره، دې پېښې سره افغانستان کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر پنځو ته ورسېد

د دې ناروغۍ نورې پېښې تراوسه یوازې له ایران سره ګاونډي هرات ولایت کې وې. تر اوسه د افغانستان مختلفو ولایتونو کې د کورونا لسګونه شکمنې پېښې معاینه شوې، خو منفي بلل شوې دي دا شکمنې پېښې، په هرات، هلمند، فراه، غور، بغلان، بلخ، فاریاب، غزني، لوګر او کابل کې ټولې شوې وې

تر اوسه د افغانستان مختلفو ولایتونو کې د کورونا لسګونه شکمنې پېښې معاینه شوې، خو منفي بلل شوې دي. دا شکمنې پېښې، په هرات، هلمند، فراه، غور، بغلان، بلخ، فاریاب، غزني، لوګر او کابل کې ټولې شوې وې

د کورونا د مخنیوي لپاره تدبیرونه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ملي پګړې یا بسیج غوښتنه کړې ده.

افغان حکومت د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره ۲۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

ولسمشر غني څو ورځې مخکې د ملي شورا د پرانیستې غونډه کې وویل، که افغانستان کې د کورونا خپرېدل چټک شي، حکومت به له دې ویروس سره د مقابلې لپاره ملي بودیجه باندې بیا کتنه وکړي او د تصویب لپاره به یې بیا ولسي جرګې ته واستوي.

د ممکنه ناروغانو د پېژندلو لپاره د افغانستان پولو او هوايي ډګرونو کې ځانګړي تدبیرونه نیول شوي، خو پر دې ویروس د اخته کس د پېژندلو لپاره یوازې پلازمېنه کابل کې امکانات شته او شکمن کس باید د معاینې د نتیجې تر روښانېدو پورې اړوند ولایت کې قرنطین شي.

د کورونا ویروس د ازمېښت ډبی ۱۶ سوه ډالر لګښت لري چې د ۵۰ کسانو د معاینې لپاره کارېدلی شي.

افغان حکومت وايي، هرات ولایت کې به ښوونځي او پوهنتونونه په ځنډ پرانیستل شي.

د روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې د نوروز مراسمو او غونډو کې ګډون ونه کړي.

ازبکستان له افغانستان سره پوله تړلې او پاکستان هم پر سپین بولدک دروازه تګ راتګ د یوې اونۍ لپاره بند کړی دی.

افغانستان هم لومړیو کې له ایران سره پوله وتړله، خو وروسته یې پرانیسته.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button