افغانستان کې روغتیايي سیستم یوازې ۳۷ سلنه تمویل شوی

افغانستان کې روغتیايي سیستم یوازې ۳۷ سلنه تمویل شوی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، ګرځنده روغتیايي ټیمونه د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
اوچا زیاتوي چې دغه ټیمونه د افغانستان د بشري مرستو صندوق په ملاتړ فعالیت کوي.
د اوچا په وینا، د روغتیايي سکټور لپاره ۱۹۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
تر اوسه ۷۱ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د روغتیايي سکټور د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۳۷ سلنه تمویل شوې ده.
په روغتیايي خدمتونو کې د لاسرسي ستونزې
افغانستان کې روغتیايي سیستم لا هم له ګڼو ننګونو سره مخ دی.
د روغتیايي مرکزونو کم امکانات، د مسلکي کارکوونکو کمښت او اقتصادي ستونزې د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې مهم خنډونه دي.
د درملو لوړې بیې هم د خلکو پر روغتیايي خدمتونو د لاسرسي اغېز کوي.
دا ستونزه په ځانګړي ډول په لرو پرتو سیمو کې جدي ده.
د روغتیايي مرکزونو د پیاوړتیا اړتیا
روغتیايي کارپوهان وايي، د وضعیت د ښه کېدو لپاره د روغتیايي مرکزونو پیاوړتیا اړینه ده.
دوی د روغتیايي کارکوونکو ملاتړ، د درملو برابرول او د عامې روغتیا لپاره د دوامدارو مرستو پر اړتیا هم ټینګار کوي. افغانستان کې روغتیايي سیستم یوازې ۳۷ سلنه تمویل شوی



