هنر او ادب

افغانستان کې طالبانو پر ځینو کتابونو بندیز ولګاوه

افغانستان کې طالبانو کتاب‌پلورنځیو ته د هغو کتابونو لېست سپارلی چې دوی ورباندې بندیز لګولی دی

سرچینې وايي، د طالبانو استخباراتو ریاست په کابل او ولایتونو کې د سلو کتابونو پر پیر پلور او بیا چاپ بندیز لګولی او ځینې یې له بازار هم ټول کړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، ښايي دا اداره نږدې راتلونکي کې د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز ټول چاپ کتابونه وسوځوي.

د سرچینو په خبره، طالبانو په تېرو ورځو کې کابل کې د سلو کتابونو لست د خپرنځیو مشرانو ته سپارلی او ترې غوښتي یې دي چې د د دې کتابونو پر چاپ پېر او پلور بندیز دی.

library

طالبانو کتاب‌پلورنځیو ته ویلي چې له رسنیو سره به نه غږېږي

طالب استخباراتو له دې خپرنځیو دا هم غوښتي چې د اړوند کتابونو نوملړ او په دې تړاو به رسینو ته نظر نه ور کوي.

په دې کتابونو کې پر پښتو او پارسي لیکل شوي او ورته را ژباړل شوي کتابونه دي، چې له ډلې یې وزیرستان: د مقاومت وروستی تمځای، پاکستان د کړنګ پر غاړه، دوه پېړۍ په افغانستان کې د بهرنیانو مداخله، له طالبانو وروسته دولت جوړونه، جنګ اشباح، «شیعه یان افغانستان گروهاها و گرفتاریها»، «نقش پاکستان در ترایژیدی خونین افغانستان» او د مولانا وحیدالدین خان ټول کتابونه شامل دي.

نور ولولئ: خوست کې له پاکستان د لوبو ګټلو په ویاړ زرګونه کتابونه ویشل شوي

نور ولولئ: د اپريل مياشتې په ۲۳ مه نېټه به میئنانو یو بل ته کتابونه ډالۍ کول

نور ولولئ: خصوصي پوهنتونونو ته د طالبانو نوی امر

د طالبانو له خوا په ممنوع شویو کتابونو کې د «وزیرستان: د مقاومت وروستی تمځای» کتاب هم شامل او له بازار ټول شوی دی.

دغه کتاب د وزیرستان پر تاریخ، جغرافیا، وروستیو تحولاتو او د امارت او ملکۍ، قومي مشرتابه، ټولنیز نظام او طالبانو بحثونه لري.

دا کتاب له بازار هم ټول شوی دی

د کتاب لیکوال او خبریال نذیر احمد سهار په خبرو کې د طالبانو ‎ دغه سانسور د علم، فکر، متنوع غږونو او افکارو د ودې، او تولید خلاف وباله.

د ښاغلي سهار په خبره، پر کتابونو بندیز د افکارو د بیان، فکري تنوع او فرهنګي ارزښتونو او ازادیو د محدودولو هڅه ده چې د ټولنې د رکود سبب ګرځي: «ټوله ټولنه په خپل رنګ رنګول او تر ځان هرڅه محدودول طالبان نور هم منزوي کولای شي.»

book

د طالبانو استخبارات په داسې حال پر سلو کتابونو بندیز لګوي چې دې ډلې پر ۲۰۲۲ کال د کتاب ارزونې کمېسیون جوړ کړی او له هغه راهیسې یې د سوونو کتابونو د چاپ مخه نیولې ده.

طالبان وايي، دې کمېسیون سره غواړي د داسې کتابونو د چاپ او پلور مخه ونیسي چې له اسلامي ارزښتونو او د افغان ټولنې د دود خلاف وي.

طالبانو بیا واکمنېدو سره نه یوازې په افغانستان کې پر خپرنځیو مالیه لوړه کړې، بلکې له بهر یې هم افغانستان ته د کتاب پر واردولو ګمرک زیات کړی او ور سره د کتاب بازار زیانمن شوی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button