کورني خبرونه

افغانستان کې وروستیو سېلابونو ګڼ شمېر کورنۍ بې‌ځایه کړې

مرستندویه بنسټونه وايي، افغانستان کې وروستیو سېلابونو تر ۱۲۰۰ زیاتې کورنۍ بې ځایه کړې دي

د ژغورنې نړېوالې کمېټې په افغانستان کې د نورو سېلابونو د لوړ کچ خطر خبرداری ورکړی او وايي وروستیو سېلاب ځپلو ته د خپلو مرستو چارې هم ګړندۍ کوي.

آي آر سي ویلي، یوازې په کابل، میدان وردک او لوګر ولایتونو کې ۱۲۰۰ کورنۍ وار له مخه بې ځایه شوې.

د طالبانو په حکومت کې پېښو ته د چمتووالي ادارې ویلي، په تېره شاوخوا یوه اونۍ کې د افغانستان په څوارلسو ولایتونو کې نږدې پنځوس کسان وژل شوي او پراخ مالي زیانونه هم اوښتي.

د لا نورو سختو بارانونو د کېدو اټکل

بلخوا د طالبانو په حکومت کې د برېښنا او اوبو وزارت په راتلونکو دوو ورځو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او د سیندونو اوبو کچې لوړېدو اټکل کړی او د سیندونو غاړو له اوسېدونکو یې غوښتي چې خوندي سیمو ته ولاړ شي.

په تېرو څو اونیو کې سیمه او افغانستان، په تېره بیا د افغانستان مرکزي ولایتونه سختو سېلابونو وځپل. د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي د سختو بارانونو له کبله دغه سېلابونه چې د اقلیم بدلون یې د لا ډېروالي لامل دی په ټوله سیمه کې د پراخو ورانیو لامل شوې.

نور ولولئ: اوچا وايي افغانستان کې ۲۱.۲ میلیونه خلک د څښلو اوبو ته لاس رسی نه لري

نور ولولئ: وروستي سیلابونه؛ افغانستان کې یې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

دغې ادارې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې اقليمي بدلون داسې جدي ګواښ بللی چې د میدان وردک او لوګر په څېر هغه ولایتونه يې سخت ځپلي چېرې چې د ولسونو ډېره تکیه پر کرنیزو تولیداتو ده او وار له مخه له ګڼو نورو ننګونو سره هم مخ دي.

خلکو ته اوښتی زیان

د آی سي آر سي په وینا دغو سېلابونو په یادو سیمو کې د ډېرو کورونه نړولي او ډېر یې له خپلو کورونو وتلو ته هم اړ کړي چې په سیمه کې يې د خوړو او سرپناه جدي اړتیا رامنځته کړې.

د جولای پر ۲۳ مه د کونړ په وټه پور کې کلیوال سېلاب له کبله د ورانو شویو مېشت ځایونو پاتې شوني ټولوي.

آی آر سي ویلي د دغو سېلابونو له امله دوولس سوه کورنۍ یوازې په کابل، میدان وردک، او لوګر کې بې ځایه شوې او له شپږ سوو ډېر کورونه هم نړېدلي.

دغې ادارې ویلي، خپلې مرستندویه چارې ګړندۍ کوي او پر نړیوالو مرستندویانو هم غږ کړی چې د اقلیم بدلون اړوندو مالي بسپنو کې ډېر زیانمنونکي هېوادونه په تېره بیا د ناورینونو په درشل کې هېر نه کړي.

د دغې ادارې د آسیا څانګې د بېړنیو چارو مشر محمد ریاس ویلي، په میدان وردګ او لوګر ولایتونو کې ټولنې د دغو سیلابونو له ورانیو سره مخ دي په داسې حال کې چې په را روانو ورځو کې د لا نورو بارونونو اټکل هم شوی چې دا حالت د بېړني پام او ملاتړ غوښتنه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button