افغانستان

افغانستان کې په ۱۷ ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو اټکل

اړوند خبرونه:

سخت اورښت او طوفان د افغانستان په ۳ ولایتونو کې ۳۲ تنه مړه کړي

افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې ۴۰ تنه مړه شوي

نن او سبا په افغانستان کې د ۱۷ ولایتونو په ګډون د سیلابونو د راتلو احتمال موجود دی.

د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت په خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د غور، بادغیس، غزني، ارزګان، جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، پنجشیر، لوګر، لغمان، کونړ، بغلان، بدخشان، تخار او کندز ولایتونو کې د بارانونو له امله د سیندونو د اوبو کچه لوړه شوې او د سیلابونو د راتلو خطر موجود دی.

د نړیوال خوراکي پروګرام د راپور په اساس، تېر کال په افغانستان کې له ۱۶۰ زرو څخه زیات خلک د سیلابونو له امله زیانمن شوي وو او زرګونه کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې وې.

د یادونې وړ ده چې طالبان د طبیعي پېښو پر وړاندې چمتوالي کې پاتې راغلي او اکثره سیمو خلک ددوی له کمزوري مدیریت سر ټکوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button