ژوند او ټولنهنړیوال خبرونه

افغان حکومت د ریل پټلی په اړه اوکراینې شرکت سره خبره شوې

د ټولګټو وزارت وایي چې دغه وزارت د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د جوړېدو په

تړاو له اوکرایني شرکتونو سره خبرې کړې دي. د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې د دغو شرکتونو یوه تخنیکي ډله افغانستان ته راغلې ده څو د افغانستان د سوداګرۍ په پراختیا کې ونډه واخلي.

د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح وايي:«اوکرایني پلاوي د دغه وزارت له مشرتابه سره غونډه لرله. دواړو لوریو د سوداګریزو توکو د لېږد، د رېل پټلۍ د انجینرانو د وړتیا لوړولو، د مزار – حیرتان لارې امنیت او د رېل پټلۍ په هکله یې سره خبرې اترې وکړې. بل خوا ځينې کارپوهان وایي چې د ریل پټلۍ له لارې له نورو هېوادونو سره د افغانستان وصلېدل د راکړې ورکړې د زیاتوالي لار هواروي او د توکو د لېږد لګښت کموي

نور یی ولوله|د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید یو شمېر عربو ليډرانو سره د اختر مبارکي تبادله کړه

نور یی ولوله| اا : موتږغواړو نړیوالو سره رسمي اړیکې جوړې کړو

  د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال خیرالدین مایل څرګندوي:«موږ باید په ډېریو ولایتونو کې د رېل پټلۍ ولرو او موږ ډېری سرحدونه د اورګاډي پټلۍ له لارې له ګاونډیو هېوادونو او د هغوی له لارې له نړۍ سره ونښلول شي.»

بل خوا د سوداګرۍ اوپانګونې خونه وایي چې افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ له پراختیا سره به د هېواد صادرات زیات شي او د هېواد صادراتي توکي به نورو هېوادونو ته په کمه موده کې ولېږدول شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي:«د اورګاډي پټلۍ غځول د افغانستان د خلکو د اقتصاد په ګټه دي. غواړو چې د اوسپنې دغه پټلۍ وغځول شي. له بېړۍ وروسته تر ټولو ارزانه او لنډه لار چې سوداګریز توکي مقصد ته رسوي د اوسپنې پټلۍ ده

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button