لوبې

افغان لوبډله په لومړي پړاو کې په ۱۴۶ منډو وسوځېده

په لومړي پړاو کې د افغان لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۴۶ منډو وسوزېدل

د لوبې په دویمه ورځ افغان توپ اچونکي ښه وځلېدل او د بنګله دېش پاتې پنځه لوبغاړي یې یوازې د ۲۰ منډو په بدل کې وسوځول.

د افغانستان او بنګله‌دېش تر منځ د ټېسټ لوبې پر دویمه ورځ د بنګله‌دېش لوبډلې ټولټال منډې ۳۸۲ ته ورسېدې. افغان لوبډله بیا هم ۲۳۶ منډې پوروړې پاتې شوه.

د لوبې پر دویمه ورځ بنګله دېش لوبډلې پنځه وېکټې له لاسه ورکړې. د افغانستان له لوري په دې لوبه کې نجات مسعود خورا ښه وځلېد او پنځه وېکټې یې واخیتسې.

د نجات مسعود تر څنګ په دې لوبه کې یمین احمدزي ۲، رحمت شاه، حمزه هوتک او ظاهر خان یوه- یوه وېکټه ترلاسه کړه.

د افغان لوبډلې لپاره د ډېرو منډو جوړونکي

د افغان لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې منډې افسر ځاځي ۳۶ او ناصر جمال ۳۵ وکړې، کریم جنت ۲۳ منډې وکړې. نورو لوبغاړو د پام وړ منډې ونه شوې کړای.

افغانستان پرون د پچې له ګټلو سره لومړی مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

د بنګله دېش د پيل لوبغاړی ذاکر حسين په دويم اور کې د يوزاې يوې منډې په جوړولو سره د نجات مسعود پر توپ وسوځېد.

د بنګله‌دیش ډېرې منډې کوونکي

د بنګله دېش لپاره نجم الحسين شانټو تر ټولو ډېرې ۱۴۶ منډې وکړې. د ده تر څنګ محمد حسن جوای ۷۶، مومن الحق ۱۵، لېتن داس ۹ منډې وکړې. مشفق الرحيم د ۴۱ او مهدي حسن مرزا د ۴۳ منډو په جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې دي.

بنګله‌دېش د دویمې ورځې په پای کې د یوه لوبغاړي په له لاسه ورکولو سره ۱۳۴ منډې جوړې کړې.

په دویمه ورځ شاوخوا ۳۰۰ منډې جوړې شوې، خو ۱۶ لوبغاړو وېکټې هم له لاسه ورکړې.

نور ولولئ: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سريلانکا ته ولاړه

د بنګله‌دېش له خوا عبادت حسین ښه وځلېد او ۴ افغان لوبغاړي یې وسوځول.

په دویمه پاڼۍ کې د بنګله دېش لوبغاړو نجم الحسین شانتو او ذاکر حسن نیمه سلیزې پوره کړې.

بنګله‌دېش دا مهال له افغانستانه ۳۷۰ منډې مخکې دی او لا هم نهه لوبغاړي په واک کې لري. سبا به بیا لوبې ته دوام ورکوي.

په نورو ټیسټ لوبو تر ټولو بریالی افغان بالر راشد خان دی چې په پنځو لوبو کې یې ۳۴ لوبغاړي سوځولي دي. ده څلور ځله په یو وار پنځه کسه سوځولي دي او دوه واره یې په لوبه کې لس یا ترې ډېر لوبغاړي اوټ کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button