Uncategorized

افغان کارمندانو لپاره د امریکا د سفارت نوی اعلان

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د اګست میاشتې ۲مه د هغو افغانانو او د هغوی د شرایط لرونکو کورني غړو، چې په افغانستان کې یې د متحده ایالاتو دولت سره کار کړی دی، د پي ۲ په نامه د پناه غوښتنې د منلو پروګرام اعلان کړ.

د امریکا متحده ایالاتو پرون دوشنبه د هغو افغان وګړو او د هغوی د شرایط لرونکو کورني غړو د پناه غوښتنې د منلو پروګرام اعلان کړ چې افغانستان کې یې له امریکا دولت سره دنده ترسره کړې ده.کابل کې د امریکا سفارت په وېبپاڼه  کې راغلي چې که څه هم امریکا افغانستان کې د سولې او امنیت غوښتونکې ده،

خو د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کچې له لوړېدو سره سم» د امریکا حکومت په پام کې لري چې ځینو افغانانو ته امریکا کې د مېشتېدو چانس ورکړي.په وینا یې د دغه پروګرام په چوکاټ کې زرګونو هغو افغانانو او د هغو د شرایط لرونکو کورني غړو ته امریکا کې د مېشتېدو چانس ورکول کېږي

چې د ( SIV ) یا ځانګړې ویزې تر قاعدې لاندې نه راځي خو له امریکا دولت سره یې د تړاو له امله ژوند له ګواښونو سره مخ وي.د امریکا سفارت پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه پروګرام کې لاندې افغانان شاملېږي.

د امریا عسکرو وتل

هغه افغان وګړي، چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو دولت لپاره کار کړی دی؛ هغه افغان وګړي، چې د هغو پروژو یا پروګرامونو لپاره کار کړی، چې د متحده ایالاتو له خوا تمویل شوی دی؛ او هغو افغان وګړي، چې په افغانستان کې د امریکايي رسنیو او نادولتي موسسو لپاره کار کړی دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button