لوبېلوبې خبرونه

افغان کرکټ بورډ د نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه چې چټک توپ اچوونکې هم په کې دي

د افغانستان کرېکټ بورډ د یو ورځنیو سیالیو راتلونکي نړیوال جام لپاره د خپلو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ چې په کې لږ تر لږه درې چټک توپ اچونکي هم غوره شوې دي.

په اعلان شوې نوملړ کې ښکاري چې د فضل حق فاروقي تر څنګ بل افغان چټک توپ اچونکی نوین الحق له یوه اوږده ځنډ وروسته د یو ورځنیو سیالیو لپاره غوره شوی، د هغه تر څنګ د عبدالرحمان نوم هم ښکاري.

نور ولولئ: افغان کرکټ ملي لوبډله اسیا کپ سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته لاړه

نوین الحق نږدې درې کاله وړاندې د ۲۰۲۱م کال جنورۍ میاشت کې په وروستي ځل یوه ورځنۍ لوبه کې لوبیدلی و.

له هغه وروسته ده ویل چې غواړي ډېر تمرکز په شل اوریز نړیوال جام وکړي او څه موده به له یو ورځنیو لوبو څنډې ته وي.

ځینې هغه لوبغاړي هم اخیستل شوي چې ښه ځلېدلي دي

افغان کرېکټ بورډ په توپ وهنه کې ریاض حسن هم اخیستی چې د افغانستان په ګټه یې لومړی لوبه ۲۰۲۲ کې د نېدرلېنډ خلاف کړې او تېره میاشت یې د پاکستان خلاف یوه لوبه کې هم د اوپنر په حیث ولوبېده او ۳۴ منډې یې کړې وې.

په ورو بالرانو کې د مجیب الرحمان او راشد خان تر څنګ نور احمد لکڼوال هم اخېستل شوی دی

اکرام علي خیل چې د ګربز د ناجوړیدو په صورت کې د وېکټ ساتنې رول هم لوبولی شي له نسبتا اوږده ځنډ وروسته لوبډلې ته ګرځیدلی دی.

په را روان نړیوال جام کې به د افغان لوبډلې لوبډلمشر حمشت الله شهیدي وي او کرېکټ بورډ ویلي غوراوي کمېټې د نړیوال جام سیالیو لپاره لاندې لوبغاړي اعلان کړي چې د هېواد غوره استازیتوب وکړي.

نړیوال جام د اکتوبر په پنځمه هند کې پیلېږي

فرید احمد او شرف الدین اشرف هم په دغو لوبغاړو کې دي چې د اړتیا په وخت کې د افغانستان د لوبډلې برخه ګرځیدی شي.

نور ولولئ: افغان کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې سیالې سریلانکایي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د کرېکټ نړیوالې شورا “ای‌سي‌سي” لخوا په اعلان شوې مهالوېش کې ښکاري چې د نړیوال جام لوبې به د اکتوبر پر پنځمه د هند په احمد اباد لوبغالي کې د تېر نړیوال جام د پایلوبې ګټونکي انګلنډ او ماتې خوړونکي نېوزلنډۍ ترمنځ پر لوبه پیل شي.

د افغانستان په ګډون د لسو لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام دا سیالۍ به بیا د نومبر میاشتې تر ۱۹مې روانې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اسیا جام کې د پام وړ لاسته راوړنې نه درلودې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button