لوبې خبرونه

افغان کرکټ ته نور باید څه وشي او نور څنګه مخکې لاړ شي؟

افغان لوبډلې له هند سره غوره لوبه وکړه، خو څنګه کېدای شي چې په همدې لوبډله کې نور هم مخکې لاړ شو؟

هندوستان سره مو دوه عادي لوبو څخه وروسته یوه جانانه لوبه وکړه. د هند که دوه نور تیز توپ اچونکي وای نو دا یې تر ټولو غوره لوبډله وه، او ښايي په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ په کچه د سر دریو غوره لوبډلو څخه یوه همدا ده. مونږ ترې پرون چغې و ویستې، او دغه چغې هم بل چا نه، روهیت شرما او ویرات کوهلي ووهلې. نو آفرین افغان اتلانو په دا جانانه افغاني کارکړنې.

cricket
انځور؛ د هند لوبډلې کپتان روهت شرما او افغان لوبډلې کپتان ابراهیم ځدراڼ

داسې وړاندیزونه چې کېدای شي د لوبډلې د پرمختګ لامل شي

د دې سوال لس او شل ځوابونه کیدای شي. هر یو به ورته خپل ځواب ولري او هر ځواب به ډیرو ته سم ښکاري. زه به خپله خبره وکړم، حتمي نه ده چې سم دې وم.

زما لنډ ځواب دا دی چې ګلبدین سپشلسټ دریم نمبر کړئ، او ورته ووایئ چې لس لوبې دې شوې، بیغمه لوبیږه، چې ډاډه شي. زه د ډیرو برخلاف د ابراهیم په اوپن کې ستونزه نه لرم، بس چې ۱۳۰ ته سټرایک ریټ لوړ کړي، دده شا او خوا ته نبي، نجیب، عظمت، ګربز، ګلبدین آزاد مټ لوبه کولی شي. شرف الدین اشرف ځای په ټیم کې نه جوړیږي، او کریم په بحث نه ارزي.

cricket4
انځور؛ ابراهیم ځدراڼ چې له هند سره په لوبه کې یې غوره توپوهنه وکړه.

نور ولولئ: کرکټ؛ د اماراتو پر وړاندې د رحمن الله ګربر جادوګره لوبه

نور ولولئ: کرکټ؛ نن افغان لوبډله له متحده عربي اماراتو سره د ۲۰اوریز لوبو سریز پیلوي

نور ولولئ: د افغانستان کرکټ بورډ له دریو لوبغاړو مرکزي قرارداد اخیستی دی

د کریم په اړه مې نظر د پرونۍ لوبې په تړاو نه دی بلکې په ټوله کې زما په نظر دده ځای باید یو تخصصي توپ وهونکي ته ورکړل شي. د قیس که پرون هغه دوه باله چې روهیت ګوګلي لوبول او ده ورته لیګ بریک وکړل چا کتلي وي نو په ډاډ سره ویلی شي چې دا هلک د راشد سره یو ځای لوبولی شو او د ویسټ انډیز په میدانونو به ډیر مخالف لوبغاړي په عذاب کړي. په شل اوریزو کې د مړوند سپنرانو کارکړنو ته په کتو، د یو په ځای دوه لوبولو کې هیڅ تاوان نشته. آسټریلیا شین وارن او میک ګیل په ټیست کې یو ځای لوبول.

cricket2
انځور؛ ګلبدین نایب چې له هند سره یې په زړه پورې لوبه وکړه.

د تېزو بالرانو په برخه کې وړاندیزونه

سلیم صافي د یو ښه فاسټ بالر ټولې نښې لري، ښايي ایکشن او فالو تهرو کې یو څه کار ته اړتیا ولري، او دغه کار سره یې د توپ چټکتیا لا ډیره شي. د فاورقي او نوین سره دده شتون تیزه توپ اچونه پیاوړې کولی شي. را روان سریلنکا ټوور کې باید ورته ټولې یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې ورکړو چې دا هلک لا پسې ډاډه شي.

را روانو لوبلړیو کې که همدې کمبینشن باندې کار وکړو، او نړیوال جام پورې په سلیکشن کې تسلسل وساتو، باوري یم چې ښه لوبه کوو. دا لوبډله فټ ده، فیلډنګ مو هم بد نه دی. داسې نولس او شل ترتیب بدلون سره باور کولی شوو چې لکه د پنځوس اوریز نړیوال جام ډیر څه وکړو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button