لوبې

افغان کرکټ ملي لوبډله اسیا کپ سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته لاړه

افغان کرکټ ملي لوبډله اسیا کپ سیالیو لپاره پاکستان ته ورسېده تر څو په راتلونکې سیالیو کې ګډون وکړي

د پاکستان کرېکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ د خبر له مخې، تېره ورځ د افغانستان ملي لوبډله پاکستان ته رسیدلې او راتلونکې یک شنبې به له بنګله دېش سره خپله لومړنۍ سیالي ترسره کړي.

په سریلانکا کې د افغانستان په کوربه‌توب د پاکستان سره د یو ورځینیو سیالیو له لړۍ وروسته افغان لوبډله د پاکستان او سریلانکا په کوربه‌توب اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته ورسېده.

اسیا کپ سیالۍ کله پیلېږي؟

اسیا کپ راتلونکې چهار شنبه د اګسټ په دېرشمه نېټه د پاکستان او نیپال ترمنځ‌ لوبې سره پیلیږي.

د افغانستان ملي لوبډله به بیا د راتلونکې یکشنبې په ورځ د لاهور په قذافي لوبغالي کې خپله لومړۍ لوبه د بنګله دېش سره او د سېپټمبر په پنځمه به په همدې لوبغالي کې له سریلانکا سره مخامخ شي.

سږکال په اسیا کپ کې شپږ لوبډلې افغانستان،هندوستان، پاکستان، بنګله دیش، سریلانکا او نیپال لوبیږي.

نور ولولئ: سريلانکا سره لوبلړۍ ته افغان کرکټ بورډ لوبډله اعلان کړه

دغه شپږ لوب‌‌‌‌‌‌ډلې به په دوو ګروپونو کې سیالۍ تر سره کړي او له ‌‌‌‌‌‌ډلې به یې یواځي څلور ټیمونه دوهم پړاو ته لاره پیدا کړي.

افغانستان په یو ورځینو لوبو کې د بنګله دېش او سریلانکا لوبډلې ماتې کړې؛ خو له پاکستان سره یې تر اوسه په ټولو تر سره شویو لوبو کې یوه هم نه ده ګټلې.

افغان لوبډله له هند سره هم لوبې لري

همدارنګه افغانستان د خپلو یو ورځنیو لوبو په دوام له هند سره څلور یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي او په دغو لوبو کې یوه مساوي او درې یې هند ته بایللې دي.

د اسیا کپ لوبو کې د ګډون لپاره تېره ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ لوبډله اعلان کړه او ویلي یې دي، چې د دغو سیالیو لپاره افغان لوبډلې پوره چمتوالی نیولی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي: «په تېرو څو میاشتو کې مو له درېیو اسیایي هېوادونو سره د یو ورځینیو لوبو لړۍ ترسره کړې وې، چې په دغو لوبو کې د بنګله دېش او سریلانکا په وړاندې افغان لوبډله ښه وځلیده؛ خو د پاکستان سره په درېیو واړو یو ورځینیو لوبو کې که څه هم ښه ونه ځلیده؛ خو د اسیا کپ سیالیو لپاره ډېرې ګتورې وي.»

دا په داسې حال کې چې د افغان لوبډلې پر انتخاب لا هم نیوکې شته دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button