افغان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته لار پیدا کړه

اړوند خبرونه:
د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو
د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې
کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه
که څه هم ۳۰ حمل ۱۴۰۴ د افغانستان او نیپال تر ۱۹ کلونو د کرکټ لوبډلو حساسه لوبه، چې ټاکل شوې وه د کرکټ د نړیوال جام د تر ۱۹ کلونو د غوراوي سیالیو په ترڅ کې ترسره شي، د کتمندو د باران له امله وځنډېده.
خو ددې لوبه له نه ترسره کېدو سره بیا هم افغان لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.
د افغانستان ځوانانو لوبډله، چې “د راتلونکو ستورو” په نامه شهرت لري، تر دې دمه په دې سیالیو کې غوره نمایش کړی او د اپریل په ۱۳، ۱۴ او ۱۶ یې د متحده عربي اماراتو، هانګ کانګ او عمان لوبډلې ماتې کړې دي.
د افغانستان تېز توپ اچونکو او مینځني لوبغاړو کارکردګي په ځانګړې توګه په حساس شرایطو کې د ستاینې وړ ده.
د دې لوبې ترسره کول د دواړو لوبډلو لپاره خورا حیاتي اهمیت لري، او د دې پایله به د ۲۰۲۶ نړیوال جام ته د ګډون لار مشخصه کړه.