اقتصاد او سوداګري

اقتصادي پرمختګ؛ طالبانو له قزاقستان سره د ۱۳۴ میلیون ډالرو هوکړې لاسلیک کړې

اړوند خبرونه:

ملا برادر هلمند ته تللی او د کجکي له بنده یې لیدنه کړې

د ترکمنستان په پلازمېنه کې د افغان‌-ترکمن نندارتون پرانیسته

اعلامیه کاږي چې افغانستان او قزاقستان د ۱۳۳میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې وکړې

د طالبانو ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته شوې.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دغې ناستې په څنډه کې د افغانستان خصوصي سکټور او قزاقستان غذایي محصولاتو ملي شرکت ترمنځ د ۱۳۳میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې وشوې.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر بیا یاده ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو ټینګښت باندې ټینګار کړی.

هغه ویلي هوډ لري چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

خبرپاڼه کاږي چې، ټاکل شوې افغانستان نږدې راتلونکي کې له قزاقستان څخه ۶۰۰ټنه اوړه، غنم، سویا او نور توکي وپېري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button