نړیوال خبرونه

امرالله صالح او د سولې پروسې کې خنډ

 دهېواد د جمهور ریس اول معاون امرالله صالح وايي چې طالبان کوشش کوي د افغان دولت له خوا د سولې د مذاکراتي ټیم ټول غړي‌ له منځه یوسي، نوموړۍ وايي که بریدونه دوام وکړي نو دا به د سولې په پروسې بداغیز وکړي

ښاغلي صالح پر فوزیه کوفي‌ حمله د طالبانو له لوري بللی او ویلي یې دي چې که د طالبانو وس ورسیږي‌ د مذاکراتي ټیم ټول غړي به ختم کړي او وبۍ وژني، د سولي د مذاکراتي‌ ټیم غړې فوزیه کوفي‌ د کابل ـ پروان پر لویه لار د تېري ‌جمعې په ماذدیګرد کابل په قرباغ ولسوالۍ کې په وسله وال برید کې ټپي شوه او اوس یې روغتیايي ‌حالت دډاډ وړ دۍ، پر فوزیه کوفي برید تر اوسه هیڅ یوې ډلې نه دی منلی، خو دافغانستان د حکومت لمړی مرستیال امرالله صالح هڅه کوي‌چې دا موضوع راښکاره کړي خو ښايي داسې کړنو سره د سولې خبرو ته زیان ورسیږي.‌

داسي‌ یوه مهم وخت کې له پلټنو پرته د جګړې پر بل لوري د وژنو، بریدونو او تاوتریخوالي تورونه پوري کول د ډېرو په اند د سولي پروسه اغېزمنه کولۍ شي، ‌د هېواد اکثره چارواکي، وکیلان، سناتوران، والیان او وسله وال قوماندانان خپلمنځي بدۍ او سیاسي رقابتونه هم لري چې هم مهاله له یوبل سره د د مرګ پورې زي، ‌

همداراز د وسله والو طالبانو اکثره مشران هم له یوبل سره ورته چلند ککوي ؛ خو د سولي په دې حساسو شرایطو کې د حکومت او طالبانو له لوري یو پر بل تورونه پوري کول د دواړو لورو او په لویه کې د افغانستان په نقصان ده، په دې مونږ ټول پوهېږو د سولې موضوع اوس په افغانستان کې تر بل هر وخت نېژدې شوې او طالبان او افغان دولت ه له یوبل سره خپلمنځي‌ خبرې پیلوي، خو په دې وخت کې هر افغان چارواکي او طالب مشرانو ته په کار دي چې له بې بندو باره خبرو خپرولو نه زان وساتي ځکه دا نه د هېواد په خیر دۍ او نه د خلکو په خیر دۍ،

د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې مرکچي پلاوې پر غړې فوزیه کوفي وسلوال برید غندلی او دا ناځوانه کړنه د هغه چا کار ګڼي، چې غواړي د سولې روان بهیر وځنډوي او ګډوډ یې کړي.هغه ویلي د سولې پروسې ته نقصان ورکول د هيڅ چا په خیر ندۍ نو باید داسې کړنو څخه ډدوشي،ترڅو د سولې لپاره دا شته فرصت له لاسه ورنکړو،

دامریکا ځانګړي استازي ویلي، چې میرمن کوفي د سولې په بهیر کې یو اوریدونکی غږ دی؛ ځکه، چې هغه تل د ښځو د حقونو پیاوړې ساتونکې پاتې شوې ده.نو داسې مېرمن باندې برید کول هيڅ چاته د منلو وړ ندۍ باید داسې کړنو ډډه وشي او دوښمن ته دا فرست ونکړۍ شي چې دې پروسې ته بهانه جوړه کړي او بیا خداۍ نا خواسته لغوه شي،

د ژورنالستانو په وینا په وینا چې امرالله صالح که پر فوزیه کوفي‌ د طالبانو د برید اسناد لري‌ډاګیز دې کړي‌؛ که نه نو د خپل واک د غځولو په موخه دې د سولي د پروسې د ځنډولو هڅه نه کوي.‌ځکه دا اوسمهال یو عالي فرست دۍ باید ټولې خواوې ترېنه ګټه پورته کړي ترڅو د سولې داشته فرست بیا له لاسه ورنکړي او هېوادوال د یو باعرته سولې شاهدان اووسو ځکه افغانستان کې بردۍ جنګ دۍ او ټول هېوادوال اوس غواړي چې دا جنګ ختم شي او افغانستان ته سوله راشي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button