امریکا يو وار بیا خپلو افغان کارکونکو ته وېزې ورکول پیلوي

ځړول شوی:جنوري 23, 2021 لخوا ځړول شوی:امېل تبصرې:0

امریکايو وار بیا خپلو افغان کارکونکو ته وېزې ورکول پیلوي.متحده ایالات خپلو هغه افغان کارکونکو ته وېزې ورکوي چې په افغانستان کې ېې دویي سره کار کړی.واشنکټن پوسټ اخبار دامریکا يي چارواکو له خولې وايي چې په کابل کې د امریکاایمبیسي د زرګونو افغانانو لپاره د ویزو ورکولو لړۍ پیلوي.

دغه افغانانو کې هغه کسان شامل دي‌ چې په تېرو دوه لسیزو کې ېې له امریکا يي ځواکونو یا ددوی اړوندو ادارو سره ترسره کړی.‌د امریکا متحده ایالاتو یوځل وړاندي ‌هم دا سلسله پیل کړې وه خو وروسته یې په نامعلوم دلیل وځنډوله؛ البته د همدې سلسلې په مټ په سلګونو افغانان د امریکا تر بیلا بیلو ښارونو ورسېدل.د امریکا متحده ایالاتو خپل ملاتړي‌ ځايي‌ ډېری کاکونکي ‌له عراق نه هم وایستل.‌که څه هم دا لړۍ د پخواني ‌ولسمشر ټرمپ د واکمني‌ په وروستیو کې پیل شوې

او ډونلډټرمپ امریکا ته د ورتلونکو مسلمانانو سره په یوه نه یوه بڼه په مخالفت تورن وو؛ خو اوس د جوبایډن د ولسمشري پر مهال ښايي ‌دا لړۍ لا نوره تېز شي. امریکا یو داسي‌ هیواد دی چې د نړۍ د خوارو او غریبو هیوادونو نېژدې هر چارواکی یې د لیدلو او هلته د اوسېدلو شوق او هیله لري. خو هم دغه هیواد ته ورتګ سخت دی.

که څه تر اوسه په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري د امریکايي ادارو یا امریکا يي پوځ ملګرو او کارکونکو ته د وېزو د ورکړې رسمي‌اعلان ندی کړی خو داسي ښکاري‌ چې دا لړۍ ښايي د کارکونکو د امنیتي ‌خوندیتوب په موخه یا پر سفارت د حجوم په موخه پټه ساتل شوې وي.

امریکايو وار بیا خپلو افغان کارکونکو ته وېزې ورکول پیلوي
امریکايو وار بیا خپلو افغان کارکونکو ته وېزې ورکول پیلوي

بلخوا بیا دافغانستان ځیني ‌خلک په دې باور دي چې امریکا يي ځواکونو او مریکا يي ‌موسساتو او ادارو په افغانستان کې د کار پر مهال هم ورکړسان پر ځان را غونډ کړي‌وو او اوس هڅه کوي ‌چې په کار پوهه کسانو ژوند وژغوري ‌او د امریکا ته ېې ولېږدوي.تر څودويي هلته سم ژوند پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *