ستاسې اند او نظر

امریکايي پروفیسر: د موقت حکومت د جوړېدو لپاره شرایط برابردي

د موقت حکومت د جوړېدو لپاره شرایط بیخي برابردي د افغانستان د چارو مشهور امریکايي محقق بارنیټ روبین د اکټوبر پر ۲۶ په فارن پالیسي مجله کي ذکر کړي پداسي حال کي چي په قطر کي د طالبانو او افغان حکومت تر مابین د سولي خبري جیریان لري

تاوتریخوالی لا هم دوام لري دواړه لورې د ملکي تلفاتو مسولیت په غاړه لري، خو د طالبانو تهاجمي حالت د زیات تشدد سبب ګرځېدلی دی. همدا وجه ده چي اکثره افغانان د اروبند تقاضا کوي. پروفسور روبین لیکي داسي ښکاري چي طالبان د اوربند په بدل کي نور امتیازات غواړي: هغوی له امریکا څخه د ګردو عسکرو د ایستلو تضمین غواړي،‌ او دغه راز پر طالبانو باندي د لګېدلو بندیزونو له لیري کول غواړي. بلخوا، طالبان ښايي د موقتي حکومت د جوړېدو تقاضا هم وکړي. یو داسي موقتي حکومت چي د دواړو خواو نمایندګي وکړي.‌ دا موقتي حکومت به د دوحې موافقه عملي کړي، او هم به د افغانستان لپاره د «سولي نقشه» ترسیم کړي. دا مسله آلان په کابل کي مطرح ده، خو زیات مشکلات لري.

افغانستان کي د موقت حکومت تاریخي سابقه موجوده ده. د بن د موافقې سره سم، په افغانستان کي یو موقتي حکومت ایجاد سو، خو په بن کي د طالبانو نه شتون او ګڼو نورو اشتباهاتو د افغانستان جنګ اوږد کړ. دغه راز، له ۱۹۹۱ څخه بیا تر ۱۹۹۲ پوري په افغانستان کي د موقتي حکومت مسله مطرح وه.‌ هله د ملګرو ملتونو په هڅو بالاخره ډاکټر نجیب استعفا وکړه. د نجیب تګ باید یوه موقتي حکومت ته لاره خلاصه کړې وای، خو سمدستي داخلي جنګ او شخړي پیل شوې.

۱۹۸۸ کي د ژنیوا د موافقې سره سم باید د شوروي عسکر د ۱۹۸۹ تر فبروري پوري له افغانستانه وتلي وای. امریکا باید مجاهدینو ته خپل کومکونه ختم کړي وای. خو متحده ایالاتو ټینګار کاوه چي خپلي مرستي به تر هغه وخته پوري بندي نه کړي، تر څو شوروي د افغانستان حکومت ته خپل کومکونه ختم نه وي. پروفسور روبین کاږي د ژینوا موافقې د موقتي حکومت لپاره کوم بند و بست نه لاره. خو د شوروي د عسکرو تر وتلو وروسته مسکو او واشنګټن تر مینځ د افغانستان د سیاسي مصالحې لپاره ډایالوګ پیل شو

اړونده خبرونه: د افغان عسکرو او نظامي سکتور سره د امریکا ملاتړ دوام کوي

. شورویانو او ډاکټر نجیب اصرار کاوه چي د ملګرو ملتونو د سولي هلي ځلي باید د موجوده حکومت (نجیب) تر حاکمیت لاندي شروع سي. خو متحده ایالاتو،‌ مجاهدینو، او پاکستان ټینګار کاوه چي ډاکټر نجیب باید اول استعفا وکړي، او د ملګرو ملتونو تر څارني لاندي يې یو موقتي حکومت ځای ناستی سي. مسکو لدې خبري سره د ۱۹۹۱ له ناکامي کودتا راوروسته موافقه وکړه. د ۱۹۹۱ په سپټمبر کي امریکا او روسیې موافقه وکړه چي د ۱۹۹۲ له جنوري راوروسته به خپلي نظامي مرستي ختموي،

او یو موقتي حکومت به د ۱۹۹۲ په اپریل کي له نجیبه قدرت تسلیموي. د مجاهدینو مشرانو دا موافقه رد کړه، او د نجیب یاغي ملیشاوو هغه ته اجازه ور نه کړه چي هند ولاړ سي. سمدستي داخلي جنګ ښخ سو، او لدې ګډوډۍ راپس طالبان راپیدا سول.ښاغلي ر روبین لیکي خو نن سبا د یوه موقتي حکومت د جوړېدو په لړ کي د پخوانیو اشتباهاتو د نه تکرار ځیني عناصر موجود دي. نوموړي لیکلي اوسني حکومت ته به کومکونه جاري وي. د شوروي اتحاد سقوط د نجیب سره کومکونه ختم کړل،

درسنیومسئولینود طالبانودسیاسي دفتر چارواکوسره لیدل کتل شوي

بالاخره، په اوسنیو خبرو کي دواړو طرفونو  بین المللي مینځګړیتوب رد کړی دی. لهذا، که چیري هغوی کومي موافقې ته سره و نه رسېږي، متحده ایالات کولای شي چي ځان ترې را ګوښه کړي. البته دا هم باید وویل سي چي متحده ایالات به د شوروي په څېر دړي وړي نه سي، خو مسلمانان به کورونا او نور داخلي مشکلات د امریکا توجه خپل ځانته ور واړوي. اوس ضرورت دې ته دی چې دا خبرې دوام وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button